کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د معلوماتي تکنالوژۍ څانګې لخوا د ا پوهنځیو تدریسي مدیرانو ته د برېښنایې زده کړو HELMS ورکشاپ دایر شو!

keu_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۱۰/۱۱ - ۱۵:۶
444

چهارشنبې ورځ ۱۴/٦/۱۴۴۵ هــ ق چې له ۶/١٠/١٤٠٢ ه.ش نېټې سره سمون لري د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د پوهنځیو تدریسي مدیرانو ته د پوهنتون د معلوماتي تکنالوژۍ څانګې په ICT دفتر کې د (برېښنایي زده کړو پېژندنې، برېښانیي زده کړو اهدافو، برېښنایي زده کړو ضرورتونو او برېښنایي زده کړو میتودونو) HELMS اړوند، ورکشاپ د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون معلوماتي تنکالوژۍ آمر، استادانو او تدریسي مدیرانو په ګډون پيل شو.

یاد ورکشاپ د قرآنکریم د څو مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شو.

لومړۍ، د پوهنتون معلوماتي تکنالوژۍ آمر ښاغلي ماسټر محمد منصور"واحدي" د غونډې ګډوونکونکو ته د ښه راغلاست ترڅنګ، ورکشاپ اړوند هراړخیز معلومات ورکړل او له تدریسي مدیرانو څخه یې د ورکشاپ څخه د پوره ګټه اخیستلو اړوند لازمې سپارېښتنې وکړې.

وروسته له مقدماتي خبرو، د ښاغلي پوهنمل همایون "غفوري" لخوا د برېښنايي زده کړو ورکشاپ رسماً پیل شو.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۵ - ۱۱:۱۲
Background image

د نویو را بریالیو شویو محصلینو د نوملیکنې خبرتیا!

لوړو زده کړو وزارت د هدایت په اساس د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون هغو محصلینو ته چې د ۱۴۰۵ کال کانکور ازموینې له لارې یې د یاد پوهنتون نهه ګوني پوهنځیو ته لار موندلې ده، خبر ورکول کیږي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۴ - ۱۰:۱۹
Background image

کابل ښوونې او روزنې پوهنتون استادانو او اداري کارمندانو ته د عربې ژبې درې میاشتنی کورس پیل شو! 

 

سه شنبه- ۲۸،۱،۱۴۴۸ ه.ق
کابل ښوونې او روزنې پوهنتون، علمي چارو معاونیت اړوند د استادانو مسلکي پراختیا امریت له لوري د پوهنتون استادانو او اداري کارمندانو ته د ژبنيو مهارتونو د تقویت. . .

شنبه ۱۴۰۵/۴/۲۰ - ۱۴:۳۶
Background image

کابل ښوونې او روزنې پوهنتون استادانو ته یو ورځنی لارښودي ورکشاپ دایر  شو!

 

 کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د علمي چارو معاونیت اړوند د استادانو مسلکي پراختیا امریت له لوري د پوهنتون استادانو ته "د تألیفي کتابونو د لیکلو  طرحې پېژندنې" اړوند یو ورځنی لارښودي. . .

BACK TO NEWS