د عامې روغتیا وزارت د ۴۵۰ بستره روغتون مسؤولینو د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون کارمندانو او خدماتي کارکوونکو ته د "مخدره موادو څخه ځان ساتنې" ورکشاپ دایر کړ!

keu_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۱۰/۱۱ - ۱۵:۴
ssdsd

سې شنبې ورځ ١٣/٦/۱۴۴۵ ه.ق. چې له ٥/١٠/١٤٠٢ ه.ش. نېټې سره سمون لري د عامې روغتیا وزارت د ٤٥٠ بستره روغتون مسؤولینو د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون کارمندانو او خدماتي کارکوونکو ته د "مخدره موادو څخه ځان ساتنې" اړوند، ورکشاپ د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د عبدالرحمن بن سمرة "رض" د غونډو په عمومي تالار کې د پوهنتون رئیس، اداري چارو مرستیال، اداري آمرینو، کارمندانو، خدماتي کارکوونکو او د یاد روغتون مسؤولینو په ګډون دایر شو.

ورکشاپ د قرآنکریم د څو مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شو.

لومړۍ، د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون رئیس ښاغلي شیخ الحدیث مولوي سید بشیر آغا"هاشمي" د غونډې ګډوونکونکو ته د ښه راغلاست ترڅنګ، د روغتون له مسؤولینو څخه مننه وکړه چې یاد ورکشاپ يې دایر کړ او د اسلام له نظره د مخدره موادو زیانونو او حراموالي اړوند یې هر اړخیزي خبرې وکړې.

وروسته، د روغتون مسؤول ښاغلي ډاکټر صدیق د ورکشاپ دایرېدو، هدف او موخې اړوند معلومات د غونډې ګډوونکونکو سره شریک کړل.

په پای کې د روغتون مسؤولینو د غونډې ګډوونکونکو ته د "مخدره موادو څخه د ځان ساتنې" ورکشاپ په مختلفو برخو کې دایر کړ.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۵ - ۱۱:۱۲
Background image

د نویو را بریالیو شویو محصلینو د نوملیکنې خبرتیا!

لوړو زده کړو وزارت د هدایت په اساس د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون هغو محصلینو ته چې د ۱۴۰۵ کال کانکور ازموینې له لارې یې د یاد پوهنتون نهه ګوني پوهنځیو ته لار موندلې ده، خبر ورکول کیږي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۴ - ۱۰:۱۹
Background image

کابل ښوونې او روزنې پوهنتون استادانو او اداري کارمندانو ته د عربې ژبې درې میاشتنی کورس پیل شو! 

 

سه شنبه- ۲۸،۱،۱۴۴۸ ه.ق
کابل ښوونې او روزنې پوهنتون، علمي چارو معاونیت اړوند د استادانو مسلکي پراختیا امریت له لوري د پوهنتون استادانو او اداري کارمندانو ته د ژبنيو مهارتونو د تقویت. . .

شنبه ۱۴۰۵/۴/۲۰ - ۱۴:۳۶
Background image

کابل ښوونې او روزنې پوهنتون استادانو ته یو ورځنی لارښودي ورکشاپ دایر  شو!

 

 کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د علمي چارو معاونیت اړوند د استادانو مسلکي پراختیا امریت له لوري د پوهنتون استادانو ته "د تألیفي کتابونو د لیکلو  طرحې پېژندنې" اړوند یو ورځنی لارښودي. . .

BACK TO NEWS