د Yunus Emre انسټیټوټ د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د ټولنیزو علومو، ارواپوهنې، کمپیوټر ساینس او تربیتي او مسلکي علومو پوهنځيو محصلینو ته کلتوري-معنوي سیمینار وړاندې کړ!

keu_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۹/۲۸ - ۱۱:۱
45455

شنبې ورځ د 2/6/1445هــ.ق چې له 25/9/1402هــ.ش نېټې سره سمون لري د Yunus Emre انسټیټوټ د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د ټولنیزو علومو، ارواپوهنې، کمپیوټرساینس او تربیتي او مسلکي علومو پوهنځيو محصلینو ته د "احترام او محبت" تر سرلیک لاندې کلتوري- معنوي سیمینار وړاندې کړ.

غونډه د قرآنکریم د څو مبارکو آیاتونو په تلاوت سره پیل شوه.

په یاده غونډه کې د پوهنتون رئیس، پوهنځیو رئیسانو، دعوت او ارشاد څانګې آمر، استادانو او د یونیس ایمره انسټیټوټ رئیس “ګونګور” ور سره مل پلاوي او محصلینو ګډون درلود.

لومړۍ، د یاد انسټیټوټ رئیس ښاغلي حسین "ګونګور" په خپلو خبرو کې د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون له رهبرۍ څخه یاد سیمینار ته د زمینې برابرولو په پار مننه وکړه او د یاد انسټیټوټ او فعالیتونو اړوند یې معلومات ورکړل.

وروسته د پوهنتون رئیس ښاغلي شیخ الحدیث مولوي سید بشیر آغا "هاشمي" په خپلو خبرو کې د یاد انستیوت له مسؤولینو څخه مننه وکړه چې محصلینو ته سیمینارونه دایروي او محصلینو ته یې والدینو او استادانو ته د احترام او ټولو مسلمانانو سره د میني او ورورولی اړوند اړینې سپارېښتنې وکړې.

یاد سیمینار د "احترام او محبت" سرلیک لاندې د استاد حفیظ الله “قرباني” له لوري وړاندې شو او په اخر کې د ډالیو پر ورکړې او دعایې په ویلو سره سیمینار پای ته ورسېد.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۳۰ - ۱۱:۳۰
Background image

کابل ښوونې او روزنې پوهنتون استادانو ته یو ورځنی ښوونیز- لارښودي ورکشاپ وړاندې شو!

 پنجشنبه، ۱۴۴۷،۹،۲ هـ.ق
د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون، علمي چارو معاونیت اړوند د استادانو مسلکي پراختیا آمریت له لوري د پوهنتون استادانو ته “د مقدمې لیکلو تګلاره: مسالې طرحه، هدف، اهمیت. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۷ - ۱۴:۲۰
Background image

ځواب او جایزه

سلسه علمی، آموزشی و تشویقی پوهنتون تعلیم و تربیه کابل

در این سلسله سوال مطرح می‌گردد و برای شخص که نخستین پاسخ درست دهد، جایزه داده می‌شود. 

به‌زودی…ان‌شاء الله
 از صفحات اجتماعی ما👇
. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۷ - ۱۲:۲۸
Background image

کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د ژمني تقویتي کورسونو دایرونکي استادان، کارمندان او مخکښ محصلین وستایل!

٢٨/٨/١٤٤٧، دوشنبه
د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون ژمني تقویتي کورسونو دایرونکو استادانو، د روان کال خزاني سمسټر ازموینې کمېټې غړو، تدریسي مدیرانو او مخکښو محصلینو د ستاینې غونډه د لوړو. . .

BACK TO NEWS