د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د تاق سمستر لپاره د دیني -اصلاحي درسونو لړۍ په جریان کې د (عقایدو اهمیت په اسلام کې) سرلیک لاندې موضوع تدریس شوه!

keu_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۹/۲۸ - ۱۰:۴۶
4445

د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون، تاق سمسټر محصلینو لپاره د دیني - اصلاحي درسونو لړۍ په جریان کې د اسلامي علومو، ټولنیزو علومو او اختصاصي علومو پوهنځیو محصلینو ته د (عقایدو اهمیت په اسلام کې) سرلیک لاندې موضوع تدریس شوه!

سې شنبې ورځ د 21/9/1402ه.ش چې له 28/5/1445ه.ق نېټې سره سمون لري د یادو درسونو په جریان کې د (د عقایدو اهمیت په اسلام کې) تر سرلیک لاندې موضوع د شیخ الحدیث مولوی سید بشیر آغا "هاشمي" له لوري د نوموړي پوهنتون د اسلامي علومو، اختصاصي علومو او ټولنیزو علومو پوهنځیو محصلینو ته تدریس شوه.

ښاغلي "هاشمي" د تدریس په جریان کې محصلینو ته د اسلام له نظره د مسلمانانو مسؤولیتونو، د عقایدو اهمیت، عقایدو ډولونه، اسلامي اخلاقو او آدابو، د اسلام له نظره د عقایدو ارزښت اړوند ارزښمندې خبرې وکړې.

د یادونې وړ ده چې د تدریس په پای کې ښاغلي شیخ الحدیث مولوي سید بشیر آغا"هاشمي" د محصلینو سوالونو ته قانع کوونکي ځوابونه ورکړل.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۵ - ۱۱:۱۲
Background image

د نویو را بریالیو شویو محصلینو د نوملیکنې خبرتیا!

لوړو زده کړو وزارت د هدایت په اساس د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون هغو محصلینو ته چې د ۱۴۰۵ کال کانکور ازموینې له لارې یې د یاد پوهنتون نهه ګوني پوهنځیو ته لار موندلې ده، خبر ورکول کیږي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۴ - ۱۰:۱۹
Background image

کابل ښوونې او روزنې پوهنتون استادانو او اداري کارمندانو ته د عربې ژبې درې میاشتنی کورس پیل شو! 

 

سه شنبه- ۲۸،۱،۱۴۴۸ ه.ق
کابل ښوونې او روزنې پوهنتون، علمي چارو معاونیت اړوند د استادانو مسلکي پراختیا امریت له لوري د پوهنتون استادانو او اداري کارمندانو ته د ژبنيو مهارتونو د تقویت. . .

شنبه ۱۴۰۵/۴/۲۰ - ۱۴:۳۶
Background image

کابل ښوونې او روزنې پوهنتون استادانو ته یو ورځنی لارښودي ورکشاپ دایر  شو!

 

 کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د علمي چارو معاونیت اړوند د استادانو مسلکي پراختیا امریت له لوري د پوهنتون استادانو ته "د تألیفي کتابونو د لیکلو  طرحې پېژندنې" اړوند یو ورځنی لارښودي. . .

BACK TO NEWS