کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د تضمین کیفیت غونډه ترسره شوه!

keu_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۸/۱ - ۱۴:۹
6565

پنجشنبې ورځ د ۳/۴/۱۴۴۵ هـــ.ق. چې له ٢٧/٧/١٤٠٢ه.ش نېټې سره سمون لري د تضمین کیفیت لوړاوي په پار د پوهنتون د کنفرانسونو په تالار کې د پوهنتون رئیس، معاونینو، پوهنځیو رئيسانو، استادانو او آمرینو په ګډون غونډه ترسره شوه.

غونډه د قرانکریم د څو مبارکو آیاتونو په تلاوت سره پیل شوه.

په لومړي سر کې د پوهنتون رئیس ښاغلي شیخ الحدیث مولوي سید بشیر آغا "هاشمي" د غونډې ګډونکوونکو ته د ښه راغلاست ترڅنګ، وویل: یاده غونډه د تضمین کیفیت لوړاوي په پار ترسره کیږي، نوموړي په خپلو خبرو کې د کیفیت لوړاوي اړوند د پوهنتون کارکوونکو ته اړیني سپارېښتنی وکړې، همدارنګه یې د ټول پوهنتون اداري کارونو په شفافیت او ښه والي خوښي څرګنده کړه، نوموړي تأکيد وکړ چې د تضمین کیفیت پروسې په پار ټولې ادارې باید د پوهنتون په اصولو او معیاراتو سره سم خپل ځان برابر کړي.

وروسته د علمي چارو مرستیال ښاغلي پوهاند دوکتور جمشېد خان "رشیدي" د غونډې ګډونوالو ته د تضمین کیفیت اړوند او همداشان د کیفیت لوړاوي(١١) ګونې معیارونه تشریح او توضیح کړل.

په آخر کې غونډه د دعایې په ویلو سره پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۴ - ۱۰:۱۹
Background image

کابل ښوونې او روزنې پوهنتون استادانو او اداري کارمندانو ته د عربې ژبې درې میاشتنی کورس پیل شو! 

 

سه شنبه- ۲۸،۱،۱۴۴۸ ه.ق
کابل ښوونې او روزنې پوهنتون، علمي چارو معاونیت اړوند د استادانو مسلکي پراختیا امریت له لوري د پوهنتون استادانو او اداري کارمندانو ته د ژبنيو مهارتونو د تقویت. . .

شنبه ۱۴۰۵/۴/۲۰ - ۱۴:۳۶
Background image

کابل ښوونې او روزنې پوهنتون استادانو ته یو ورځنی لارښودي ورکشاپ دایر  شو!

 

 کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د علمي چارو معاونیت اړوند د استادانو مسلکي پراختیا امریت له لوري د پوهنتون استادانو ته "د تألیفي کتابونو د لیکلو  طرحې پېژندنې" اړوند یو ورځنی لارښودي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۰ - ۱۵:۱۱
Background image

کابل ښوونې او روزنې پوهنتون استادانو ته یو ورځنی لارښودي ورکشاپ دایر شو!

 

چهارشنبه- ۱۵،۱،۱۴۴۸ه.ق

د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون، علمي چارو معاونیت اړوند د استادانو مسلکي پراختیا امریت له لوري د پوهنتون استادانو ته "په تحصیلي مرکزونو کې د مدیریتي اصول". . .

BACK TO NEWS