د افغانستان ښوونیزو او لوړو زده کړو بنسټونو د پیاوړتیا ملي کنفرانس لپاره غونډه ترسره شوه!

keu_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۷/۲۵ - ۱۳:۴
555

شنبې ورځ د ٢٢/٧/١٤٠٢ه.ش چې له ٢٨/٣/١٤٤٥ه.ق نېټې سره سمون لري د افغانستان ښوونیزو او لوړو زده کړو بنسټونو د پیاوړتیا ملي کنفرانس لپاره غونډه د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون رئیس، مرستیالانو، پوهنځیو رئیسانو، استادانو، کارمندانو او محصلینو په ګډون کې ترسره شوه.

غونډه د قرانکریم د څو مبارکو آیاتونو په تلاوت سره پیل شوه.

لومړی د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون رئیس ښاغلي شیخ الحدیث مولوي سید بشیر آغا "هاشمي" په خپلو خبرو کې د غونډې ګډونکوونکو ته د ښه راغلاست ترڅنګ وویل: د داسې برنامو ، علمي او څېړنیزو کنفرانسونو منځ ته راوړل مونږ د پرمختګ او ترقۍ لور ته هڅوي؛ خصوصاً په ښوونیزو او تحصیلي بنسټونو کې او د الله (ج) له در باره هیله مند یم چې په راتلونکي کې هم داسې برنامې مخ ته یوسو.

وروسته ښاغلي پوهاند دوکتور جمشېد خان "رشیدي" د علمی چارو مرستیال د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون په نوښت سره د یاد کنفرانس په لاره اچولو خوښي څرګنده کړه او زیاته یې کړه: چې ټول استادان دې د ټولنې په غوښتنو سمبال خپلې مقالې یاد کنفرانس ته چمتو کړي.

همدارنګه ښاغلي پوهنیار طاووس "محمدي" د څېړنو او علمي مجلې مرستیال د رهبرۍ بورډ فعالیتونو او د (علمي، اجرائیوي، کلتوري، مالي او څارنې) کمېټو اړوند د غونډې ګډونکوونکو ته پوره معلومات ورکړل.

د غونډې په بهیر کې ښاغلي دوکتور پوهندوی امید "افغان"، ښاغلي پوهندوی سید عبدالصمد "مشتاق" او ښاغلي دوکتور سید اقبال "هاشمي" په مختلفو برخو کې د کنفرانس اړوند معلومات ورکړل.

په آخر کې غونډه د خیر دعایې په ویلو سره پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۴/۲۰ - ۱۴:۳۶
Background image

کابل ښوونې او روزنې پوهنتون استادانو ته یو ورځنی لارښودي ورکشاپ دایر  شو!

 

 کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د علمي چارو معاونیت اړوند د استادانو مسلکي پراختیا امریت له لوري د پوهنتون استادانو ته "د تألیفي کتابونو د لیکلو  طرحې پېژندنې" اړوند یو ورځنی لارښودي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۰ - ۱۵:۱۱
Background image

کابل ښوونې او روزنې پوهنتون استادانو ته یو ورځنی لارښودي ورکشاپ دایر شو!

 

چهارشنبه- ۱۵،۱،۱۴۴۸ه.ق

د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون، علمي چارو معاونیت اړوند د استادانو مسلکي پراختیا امریت له لوري د پوهنتون استادانو ته "په تحصیلي مرکزونو کې د مدیریتي اصول". . .

BACK TO NEWS