د مرکزي پوهنتونونو تر منځ د والیبال سیالیو پیل شوې لوبې د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون په اتلولۍ سره پای ته ورسېدې!

keu_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۷/۱۷ - ۱۱:۱۰
1111

سې شنبې ورځ د ١٨/٣/١٤٤٥ هــــ.ق. چې له ١١/٧/١٤٠٢ه.ش نېټې سره سمون لري د مرکزي پوهنتونونو، پای لوبې غونډه د لوړو زده کړو وزارت محصلانو چارو معین، محصلانو چارو رئیس، د المپیک رئیس، پوهنتونونو معاونینو، د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون، رئیس، معاونینو، پوهنځیو رئیسانو، استادانو، کارمندانو او محصلینو ګډون سره ترسره شوه.

د والیبال سیالۍ چې د ښوونې او روزنې، پولیتخینک، کابل طبي، کابل پوهنتون، البېروني او جامع عبدالله ابن مسعود (رض) پوهنتونونو ټیمونو تر منځ پیل شوې وې د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون په اتلولۍ سره پای ته ورسېدې.

غونډه د قرآن کریم د څو مبارکو آیاتونو په تلاوت سره پیل شوه.

لومړۍ د لوړو زده کړو د محصلانو خدماتو چارو رئیس ښاغلي استاد کلیم الله “محمدي” د غونډې ګډون کوونکو ته د ښه راغلاست ترڅنګ د سیالیو اړوند وویل: یادې سیالۍ د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون په استازولۍ په یوه آرامه او ډاډمنه فضا کې ترسره شوې.

همدارنګه، نوموړي په خپلو خبرو کې د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون لوبغاړو ته مبارکي ورکړه او زیاته یې کړه چې لوړو زده کړو وزارت به راتلونکې کې په نورو برخو کې هم داسې ټورنمنټونه برابر کړی.

د غونډې په جریان کې د لوړو زده کړو وزارت د محصلانو چارو معین ښاغلي مولوي طاهراحمد د ورزش اهمیت اړوند خبرې وکړې، زیاته یې کړه چې هیله مند یم داسې سیالۍ راتلونکي کې په نورو برخو کې هم ترسره شي.

ورپسې د المپیک عمومي رئیس ښاغلي احمدالله “وثیق” په خپلو خبرو کې ټولو لوبغاړو ته مبارکۍ ترڅنګ د هېواد د ورزش او ورزشکارانو لاسته راوړنو په هکله یې معلومات ورکړل او زیاته یې کړه: د المپیک ریاست د لوړو زده کړو وزارت سره هر ډول همکارۍ ته ژمن دی او د ورزش په هره برخه کې به له یاد وزارت سره همکار وي.

په آخر کې د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون رئیس ښاغلي شیخ الحدیث مولوي سید بشیر آغا"هاشمي" لوبغاړو ته مبارکۍ ورکړه او د لوړو زده کړو وزارت، المپیک رئیس او ګډونکوونکو پوهنتونونو مسؤلینو څخه مننه وکړه چې د یادو سیالیو په ترسره کولو کې یې همکاري وکړه.

د یادلو وړ ده چې په یادو سیالیو کې د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون لمړۍ مقام، البیروني پوهنتون دویم مقام او د کابل پوليتخنیک پوهنتون درېیم مقام خپل کړ.

غونډه د دعایې په ویلو سره پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۲ - ۱۰:۱۸
Background image

معیاري کتابتون؛ د علمي څېړنو اړتیا! -ښوونیز ورکشاپ

 دوشنبه- ١٤٤٧،١١،١٠ه.ق
د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون، څېړنو او علمي مجلو معاونیت اړوند عمومي کتابتون امریت له لوري د نهه ګوني پوهنځیو کتابتونونو مسؤلینو ته "د معیاري کتابتون پېژندنه،. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۲ - ۱۰:۱۳
Background image

مولوي عبدالحکیم حمدي؛ معیاري نصاب د تحصیلي بنسټونو د ملا تیر جوړوي! 

یکشنبه- ١٤٤٧،١١،٩ هـ.ق
کابل ښوونې او روزنې پوهنتون علمي چارو معاونیت اړوند، استادانو د مسلکي پراختیا امریت له لوري استادانو ته “ د تحصیلي نصاب پراختیا او بیا کتنې" تر سرلیک لاندې یو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۲ - ۱۰:۷
Background image

کابل ښوونې او روزنې پوهنتون په کوربه توب د جهان خصوصی پوهنتون له لوري «د افغانستان د دوامدار پرمختیا لپاره له مصنوعي ځیرکتیا څخه د ګټې اخیستنې» تر عنوان لاندې دوه ورځنی داخلي کنفرانس پیل شو. 

په دې دوه ورځني کنفرانس کې چې د لوړو زده کړو او مخابرات او معلوماتي تکنالوژۍ وزارتونو مقاماتو، د بېلابېلو ادارو استازو، څېړونکو او د امارتي او خصوصي لوړو زده‌کړو بنسټونو د استادانو په. . .

BACK TO NEWS