د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون او کابل پوهنتون ماسټرۍ برنامو کانکور آزموینه واخېستل شوه !

keu_admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۶/۱۵ - ۹:۱۷
jjjjjj

سې شنبې ورځ د 1445/2/19 هـ ق چې له 1402/6/14 هــ ش نېټې سره سمون لري، د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون او کابل پوهنتون د (7) ماسټرۍ برنامو کانکور آزموینې یوه ورځینۍ لړۍ د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون کې په پوره روڼتیا سره او ډاډمنه فضاء کې پای ته ورسېده.

د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون رهبرۍ او د آزموینو ملي ادارې څخه راغلي پلاوي د امتحان له صحنې څخه له نېږدې لیدنه وکړه او د آزموینو ټولو ګډونوالو ته یې د دې پروسې د روڼتیا، امانتدارۍ، نظم او ډیسپلین په اړه ډاډ ورکړ.

د پوهنتون رهبرۍ ټولو استادانو ته د آزموینې اړوند اړینې سپارښتنې وکړې او د آزموینو ملي ادارې پلاوي ته یې د آزموينې د پوره روڼتیا او امانت دارۍ ډاډ ورکړ.

د یادونې وړ ده چې په یاده آزموینه کې په ټولیز ډول د آزموینو ملي ادارې د سرشمېرنې پر بنسټ د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون او کابل پوهنتون (7) د ماسټرۍ برنامو کې (1184 ) تنو ګډون کړی وو.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۳۰ - ۱۱:۳۰
Background image

کابل ښوونې او روزنې پوهنتون استادانو ته یو ورځنی ښوونیز- لارښودي ورکشاپ وړاندې شو!

 پنجشنبه، ۱۴۴۷،۹،۲ هـ.ق
د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون، علمي چارو معاونیت اړوند د استادانو مسلکي پراختیا آمریت له لوري د پوهنتون استادانو ته “د مقدمې لیکلو تګلاره: مسالې طرحه، هدف، اهمیت. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۷ - ۱۴:۲۰
Background image

ځواب او جایزه

سلسه علمی، آموزشی و تشویقی پوهنتون تعلیم و تربیه کابل

در این سلسله سوال مطرح می‌گردد و برای شخص که نخستین پاسخ درست دهد، جایزه داده می‌شود. 

به‌زودی…ان‌شاء الله
 از صفحات اجتماعی ما👇
. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۷ - ۱۲:۲۸
Background image

کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د ژمني تقویتي کورسونو دایرونکي استادان، کارمندان او مخکښ محصلین وستایل!

٢٨/٨/١٤٤٧، دوشنبه
د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون ژمني تقویتي کورسونو دایرونکو استادانو، د روان کال خزاني سمسټر ازموینې کمېټې غړو، تدریسي مدیرانو او مخکښو محصلینو د ستاینې غونډه د لوړو. . .

BACK TO NEWS