د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د لوړو زده کړو وزارت له لوري د پیام معرفت مجلې د بیا خپرولو جواز تر لاسه کړ!

keu_admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۶/۱۵ - ۹:۱۲
ghghgh

د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د علمي او تخصصي مجلې د خپروونکي په توګه د لوړو زده کړو وزارت د څېړنې، تالیف او ژباړې له ریاست څخه د پیام معرفت علمي – څېړنیزې مجلې د بیا چاپ او خپرولو اجازه ترلاسه کړه.

پیام معرفت مجله چې له (۲۰) کلونو راهیسې علمي فعالیتونه خپروي، د لوړو زده کړو وزارت لخوا د هېواد د علمي مجلو د بیا ارزونې پر بنسټ په دې مجله کې د مقالو د بیا خپرولو اجازه ترلاسه کړه.

د یادولو وړ ده چې پیام معرفت مجله به له دې وروسته د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د علمي او تخصصي مجلو د خپروونکې په توګه وګڼل شي او د دې مجلې له بنسټ څخه به نورې تخصصي مجلې جوړې او جواز به ورکړل شي چې، دا مهال مو د ټولنيزو علومو، ادبياتو او بهرنيو ژبو په برخو کې دوه تخصصي مجلو ته د خپلو خپرونو جواز ترلاسه کړی.

دغه راز د اسلامي علومو، طبيعي علومو او معلوماتي ټکنالوژۍ په برخو کې دوه نورې تخصصي مجلې هم سږ کال خپلې لومړۍ ګڼې چاپ ته چمتو کړي دي او د لوړو زده کړو له وزارت څخه د جواز ترلاسه کولو په تمه دي.

د نړیوالو ژورنالونو په برخه کې د روان کال په اوږدو کې د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د ټولنیزو علومو، طبیعي علومو او معلوماتي ټکنالوژۍ په برخو کې دوه علمي او تخصصي ژورنالونه خپرېدو ته چمتو دي او د دې ژورنالونو د خپرولو پر مهال د لوړو زده کړو له وزارت څخه د دې ژورنالونو د خپرولو جواز او علمي اعتبار هم ترلاسه کوي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۴/۲۰ - ۱۴:۳۶
Background image

کابل ښوونې او روزنې پوهنتون استادانو ته یو ورځنی لارښودي ورکشاپ دایر  شو!

 

 کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د علمي چارو معاونیت اړوند د استادانو مسلکي پراختیا امریت له لوري د پوهنتون استادانو ته "د تألیفي کتابونو د لیکلو  طرحې پېژندنې" اړوند یو ورځنی لارښودي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۰ - ۱۵:۱۱
Background image

کابل ښوونې او روزنې پوهنتون استادانو ته یو ورځنی لارښودي ورکشاپ دایر شو!

 

چهارشنبه- ۱۵،۱،۱۴۴۸ه.ق

د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون، علمي چارو معاونیت اړوند د استادانو مسلکي پراختیا امریت له لوري د پوهنتون استادانو ته "په تحصیلي مرکزونو کې د مدیریتي اصول". . .

BACK TO NEWS