د لوړو زده کړو وزارت د نشراتو، اطلاعاتو او عامه اړیکو ریاست د مرکز او ولایاتو تحصیلي بنسټونو د نشراتو مسؤولینو ته د ظرفیت لوړونې دوه ورځنی ورکشاپ پای ته ورسېد!

keu_admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۶/۸ - ۱۴:۲
88555

دوشنبې ورځ ۱۰/۲/۱۴۴۵ هــ ق نېټه د لوړو زده کړو وزارت د نشراتو ریاست د مرکز او ولایاتو پوهنتونونو نشراتو مسؤولینو ته د کابل پوهنتون د تمیم انصاري په تالار کې د ظرفیت لوړونې، چارو همغږۍ او فکري روزنې تر سرلیک لاندې دوه ورځنی ورکشاپ د لوړو زده کړو وزارت سرپرست وزیر، علمي معین، د ا.ا.ا مرستیال ویاند، د باختر آژانس رئيس، د نشراتو رئیس، د کابل پوهنتون استادانو، د مرکز او ولایاتو پوهنتونونو نشراتو مسؤولینو په ګډون کې پيل کړ.

یاد ورکشاپ د قرآنکریم د څو مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شو.

لومړی د لوړو زده کړو وزارت د نشراتو، اطلاعاتو او عامه اړیکو رئیس ښاغلي قاري محمد سلیمان “شریفي” د غونډې ګډونکوونکو ته د ښه راغلاست ترڅنګ د ورکشاپ د ارزښت او اهمیت اړوند معلومات ورکړل او زیاته یې کړه چې د دې ورکشاپ په پای ته رسېدو سره به د نشراتو مسؤولین له ډېرو تجربو برخمن شي.

ورپسې د لوړو زده کړو وزارت علمي معین دوکتور لطف الله "خیر خواه" په هېواد کې د مطبوعاتو د ارزښت او اهمیت په اړه هر اړخیز معلومات ورکړل او د نشراتو مسؤولینو ته یې د معلوماتو د حقیقت او اعتبار په اړه اړینې لارښوونې وکړې

همدارنګه د کابل پوهنتون د ژورنالېزم پوهنځی استادانو او اړونده مسؤلینو "د ویډیوګرافۍ، د خبر معیارونو او ارزښتونو، په نني عصر کې د رسنیو اهمیت، د نشراتي فعالیتونو په برخه کې اړینو سپارښتنو، د تحصیلي بنسټونو د نشراتو تخنیکي ستونزو او حل لارو او فوتو ژورنالېزم" په برخو کې د ګډونکوونکو سره هر اړخیز معلومات شریک کړل.

همدارنګه د کابل ولایت جید عالم ښاغلي شیخ الحدیث مولوي عبدالحمید "حماسي" صاحب د فکري روزنې په برخه کې ګډونوالو ته د اسلام مبارک دین له اړخه لازمې او اړينې توصیې وکړې.

د ورکشاپ په پای کې د لوړو زده کړو وزارت وزیر ښاغلي شیخ مولوي نداء محمد "ندیم" د مطبوعاتو په ارزښت اړینې خبرې وکړې او د ګډونکوونکو وړاندیزونو او نظرونو له آورېدلو وروسته یې د یادو وړاندیزونو په حل لارو تأکید وکړ.

یاد دوه ورځنی ورکشاپ د خیر دعایې په ویلو سره پای ته ورسېد.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۳۰ - ۱۱:۳۰
Background image

کابل ښوونې او روزنې پوهنتون استادانو ته یو ورځنی ښوونیز- لارښودي ورکشاپ وړاندې شو!

 پنجشنبه، ۱۴۴۷،۹،۲ هـ.ق
د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون، علمي چارو معاونیت اړوند د استادانو مسلکي پراختیا آمریت له لوري د پوهنتون استادانو ته “د مقدمې لیکلو تګلاره: مسالې طرحه، هدف، اهمیت. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۷ - ۱۴:۲۰
Background image

ځواب او جایزه

سلسه علمی، آموزشی و تشویقی پوهنتون تعلیم و تربیه کابل

در این سلسله سوال مطرح می‌گردد و برای شخص که نخستین پاسخ درست دهد، جایزه داده می‌شود. 

به‌زودی…ان‌شاء الله
 از صفحات اجتماعی ما👇
. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۷ - ۱۲:۲۸
Background image

کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د ژمني تقویتي کورسونو دایرونکي استادان، کارمندان او مخکښ محصلین وستایل!

٢٨/٨/١٤٤٧، دوشنبه
د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون ژمني تقویتي کورسونو دایرونکو استادانو، د روان کال خزاني سمسټر ازموینې کمېټې غړو، تدریسي مدیرانو او مخکښو محصلینو د ستاینې غونډه د لوړو. . .

BACK TO NEWS