د انګلیسي ډیپارټمنټ د آمر بیوګرافي

پوهاند عبدالجلیل کهدستانی، د هېواد له وتلو علمي او اکاډمیک څېرو څخه، د ۱۳۴۹ لمریز هجري کال د سرطان په میاشت کې د هرات ولایت د انجیل ولسوالۍ (اوسنۍ ۱۱ ناحیه) د کهدستاني په کلي کې زېږېدلی دی. نوموړي خپلې ابتدایي زده‌کړې د هرات ولایت کې بشپړې کړې او د لیسې دوره یې د کابل د نادریه لیسې څخه په بریالیتوب سره پای ته رسولې ده.

نوموړی په ۱۳۶۸ کال کې کابل پوهنتون ته شامل شو او د اقتصاد پوهنځي کې یې تر یوې سمسټر زده‌کړو وروسته، د کابل پوهنتون له لوري د تحصیلي بورس په ترلاسه کولو سره د روسیې فدراسیون د پیتی‌ګورسک ښار ته ولاړ. هغه د څانګې په بدلولو سره د پیتی‌ګورسک د دولتي ژبپوهنې پوهنتون د بهرنیو ژبو پوهنځي ته شامل شو او په بریالیتوب سره یې د انګلیسي ژبې او ادبیاتو په برخه کې د لېسانس سند او د بهرنۍ ژبې په توګه د انګلیسي ژبې د تدریس (TESOL) په برخه کې د ماسټرۍ سند ترلاسه کړ.

پوهاند کهدستاني په ۱۳۷۴ کال کې هېواد ته راستون شو او خپلې علمي او تدریسي چارې یې په هرات پوهنتون کې پیل کړې. په ۲۰۰۰ میلادي کال کې له هرات څخه کابل ته ولېږدول شو او له هماغه وخته تر اوسه پورې په پرله‌پسې توګه د کابل د تعلیم او تربیې پوهنتون د انګلیسي ژبې په څانګه کې د بېلابېلو مضمونونو تدریس کوي.

نوموړي د څه باندې ۲۷ کلونو علمي او اکاډمیک فعالیت په لړ کې لږ تر لږه شل علمي مقالې په معتبرو کورنیو ژورنالونو او څلور مقالې په نړیوالو ژورنالونو کې خپرې کړې دي. سربېره پر دې، هغه پنځه درسي کتابونه د ژباړې مهارتونه (لومړی او دوهم ټوک)، د ادبیاتو بنسټونه، امریکایي ادبیات او انګلیسي ادبیات تر سرلیکونو لاندې لیکلي دي، چې دغه اثار د هېواد د ډېری پوهنتونونو د انګلیسي ژبې په څانګو کې تدریس کېږي.

پوهاند عبدالجلیل کهدستانی په ۱۹۹۱ میلادي کال کې د درې علمي کتابونو د تألیف له لارې د پوهاند علمي رتبې ته ورسېد. نوموړي له هغه وخته تر اوسه پورې، د تدریس تر څنګ، د هېواد د ځوانو علمي کادرونو په روزنه، ودې او لارښوونه کې اغېزمن رول لوبولی او د اکاډمیکو ظرفیتونو د لوړولو په برخه کې یې ارزښتناکه ونډه اخیستې ده. همدارنګه، هغه د انګلیسي ژبې د ماسټرۍ (TESOL) پروګرام د بنسټ اېښودنې او پراختیا کې مهم او ټاکونکی رول درلود.

نوموړی د خپلې مورنۍ ژبې تر څنګ، په انګلیسي، روسي او ملي ژبې پښتو بشپړ تسلط لري، او د ماسټرۍ د درجې ترڅنګ د ژورنالېزم په څانګه کې ډیپلوم هم لري. سربېره پر دې، هغه لږ تر لږه په ۳۰ بېلابېلو ملي او نړیوالو ورکشاپونو کې ګډون کړی دی