د چاپېریال ساتنې څانګې لرلید

د چاپېریال ساتنې څانګې لرلید

د چاپېریال ساتنې څانګه ژمن دی چې د یوه معتبر او مخکښ علمي بنسټ په توګه د زده‌کړې، څېړنې، د چاپېریال ساتنې تخصصي خدمتونو وړاندې کولو او عامه پوهاوي په برخه کې په ملي او سیمه‌ییزه کچه وپېژندل شي، او د مسلکي کادرونو په روزنې سره د چاپېریال ساتنه، د طبیعي سرچینو دوامداره کارونه او د ټولنې د ژوند د کیفیت په ښه والي کې اغېزمن رول ولوبوي.

د چاپېریال ساتنې څانګې مأموریت

د چاپېریال ساتنې څانګه د لوړو زده‌کړو د نظام د پیاوړتیا او بنسټیز کولو، او د پوهنتون د ستراتیژیکو موخو د تحقق په لاره کې، د علمي کادرونو، ښوونکو او مسلکي متخصصینو د روزنې لپاره ژمن دی، څو د چاپېریال ساتنې په برخه کې تر لیسانس کچې او په راتلونکې کې په لوړو کچو کې هم زده‌کړې برابرې کړي. دا څانګه د معیاري تعلیمي پروګرامونو د وړاندې کولو، د علمي او څېړنیزو فعالیتونو د پراختیا، او د محصلانو د مسلکي ظرفیتونو د لوړولو له لارې هڅه کوي چې متخصص او متعهد بشري ځواک وروزي، څو وکولای شي د ټولنې علمي اړتیاوو او د کار بازار غوښتنو ته ځواب ووایي، او د چاپېریال ساتنې او د طبیعي سرچینو د دوامدار مدیریت په برخه کې اغېزمن رول ولوبوي.