د معلوماتي سیستمونو دیپارتمنت
د معلوماتي سیستمونو څانګې تاریخچه او پېژندنه
د څانګې لنډه پېژندنه
د معلوماتي سیستمونو څانګه په ۱۳۹۳ کال کې د کابل د ښوونې او روزنې پوهنتون د کمپیوټر ساینس او معلوماتي ټکنالوژۍ د پوهنځي له جوړېدو سره هممهاله رامنځته شوې ده. دا څانګه تمه لري چې په راتلونکي کې د کمپیوټر ساینس په برخه کې د ښوونې او روزنې، څېړنې او مسلکي پرمختګ لپاره د اشخاصو او رهبرانو د روزنې یو پیاوړی مرکز شي چې په ملي او سیمه ایزه کچه له ځانګړي شهرت څخه برخمن وي.
هغه اساسي برخې چې د معلوماتي سیستمونو څانګه کې تدریس کیږي عبارت دي له:
- د مختلفو سافټویرونو پروګراملیکنه او پراختیا
- د ډیټابېس ډیزاین، پراختیا، او مدیریت
- د موبایل اپلیکېشنونو پراختیا
- د ویبپر بنسټ د سافټویرونو پراختیا
د څانګې تاریخچه
د معلوماتي سیستمونو څانګه په لومړیو کې د "ډیټا مدیریت" څانګې په نوم د کمپیوټر ساینس او معلوماتي ټکنالوژۍ د پوهنځي تر چتر لاندې په ۱۳۹۳ کال کې جوړه شوه، وروسته په ۱۳۹۵ کال کې د لوړو زده کړو وزارت د آزموینو د کمیټې له ریاست سره په همغږۍ، چې د لوړو زده کړو وزیر لخوا د څانګو د نومونو د همغږۍ لپاره د لوړو زده کړو وزارت د آزموینو کمیټې ریس ته دنده سپارل شوې وه، دغه څانګه د معلوماتي سیستمونو په نوم ونومول شوه. د دې څانګې لومړۍ دوره فارغین په ۱۳۹۶ کال کې فارغ شول.
په دې څانګه کې ۹ تنه استادان په تدریس بوخت دي، چې علمي رتبې یې پوهنوال، پوهندوی، پوهنمل، او پوهینار دي. د یادولو وړ ده چې د دې څانګې دوه تنه استادان د دوکتورا سند لري او نور استادان خپل د ماسټرۍ سندونه د ملي او نړیوالو معتبرو پوهنتونونو څخه ترلاسه کړي دي.
د معلوماتي سیستمونو څانګې لیدلوری، رسالت او تحصیلي موخې
د څانګې لیدلوری
د معلوماتي سیستمونو څانګه هیله لري چې په راتلونکي کې د یو پیاوړي علمي، څېړنیز او تعلیمي مرکز په توګه؛ د معلوماتي سیستمونو په بېلابېلو برخو کې په ملي او سیمه ایزه کچه پوه او متخصص کسان وروزي.
رسالت
- د کمپیوټر ساینس، په ځانګړې توګه د معلوماتي سیستمونو، په برخه کې د لوړو پروګرامونو وړاندې کول
- د لوړو زدهکړو، نیمه لوړو زدهکړو، پوهنې او بازار موندنې لپاره د معلوماتي سیستمونو په برخه کې د علمي او مسلکي کادرونو روزنه
- د محصلینو لپاره د دوستانه تعلیمي چاپېریال برابرول او د محصلینو او څانګې ترمنځ د متقابلې همکارۍ روحیه پیاوړې کول
- محصلین د انتقادي تفکر او دوامداره زدهکړې (Lifelong Learning) په مهارتونو روزل
- د علمي څېړنو په برخه کې د محصلینو د څېړنیزو او تحقیقي مهارتونو لوړول
- د څانګې ټولو استادانو ته د مسلکي پیاوړتیا دوامداره فرصتونه برابرول
تحصیلي موخې
د معلوماتي سیستمونو څانګه د اکاډمیک جوړښت له نظره داسې نهاد دی چې د پوهنتونونو، د لوړو زده کړو مؤسسو، دارالمعلمینو او د پوهنې وزارت اړین کادرونه د کمپیوټر ساینس اړوند د معلوماتي سیستمونو په څانګه کې د لیسانس او ماسټرۍ په کچه روزي. د دې څانګې د استادانو فعالیتونه تدریس، تحقیق، څېړنه، ژباړه، لیکنه او نور اکاډمیک چارې دي. د تجربې او د څو کلونو تدریس پر اساس مضامین تدریس کوي، محصلینو ته لارښوونه کوي او خپله پوهه او مهارتونه لوړوي ترڅو هغه محصلینو ته ولېږدوي او د یوه مسلکي ښوونکي په توګه د ټولنې د اړتیاوو سره سم وروزي او فارغ یې کړي چې د خپلو فعالیتونو په ساحه کې د اړین مهارت او استعداد درلودونکي وي.
د څانګې ځانګړې موخې په لاندې ډول دي:
- د کمپیوټر او ښوونې او روزنې په برخه کې د نظري او عملي لوړ کیفیت پروګرامونو وړاندې کول او د ورځنیو ستونزو په حل کې د هغه کارول؛
- په نظري او عملي ډول د کمپیوټر ساینس او ښوونې او روزنې په برخه کې د کیفیت لرونکو تحصیلي پروګرامونو وړاندې کول
- د لیسو، نیمه لوړو زدهکړو، او لوړو زدهکړو مؤسسو لپاره د علمي او مسلکي کادرونو روزنه
- د محصلینو لپاره د دوستانه تعلیمي چاپېریال برابرول او د محصلینو او څانګې ترمنځ د متقابلې همکارۍ روحیه پیاوړې کول
- محصلین د نوښتګر (Innovator) او کارموندونکي (Entrepreneur) په توګه روزل
- د علمي څېړنو په برخه کې د محصلینو د څېړنیزو او تحقیقي مهارتونو لوړول
- د څانګې ټولو استادانو ته د مسلکي پیاوړتیا دوامداره فرصتونه برابرول
د معلوماتي سیستمونو څانګې لاسته راوړنې
- استادانو او محصلینو ته د تعلیمي سرچینو د لاسرسي اسانتیا برابول
- د پوهنتون په کچه د آنلاین آزموینې سیسټم جوړول
- د پوهنتون د څېړنو، کتابتون او مونوګراف د مدیریت سیستمونو جوړول او یو ځای کول
- د څانګې په کچه د محصلینو د عملي کارونو لپاره د روباټیک لابراتوار جوړول
- د معلوماتي سیستمونو لابراتوار سمبالول
- د معلوماتي سیستمونو څانګې د لیدلوري او رسالت بیاکتنه
- د هېواد په کچه د سیالۍ لپاره د "د لیرې واټن څخه د ناروغانو د حیاتي علایمو تشخیص سیستم" طبي ټکنالوژیکي پروژې پېژندنه؛
- د څانګې تعلیمي نصاب د معیارونو سره سم نوی کول.
د معلوماتي سیستمونو څانګې راتلونکي پلانونه
د معلوماتي سیستمونو څانګه په پام کې لري چې د جامع او هدفمندو پروګرامونو په پلي کولو سره، د زده کړې، څېړنې او علمي خدماتو کیفیت لوړ کړي. په دې تړاو، لاندې اقدامات په لومړیتوب کې دي:
- په ټولنه کې د معلوماتي سیستمونو د کارولو په برخه کې د عملي زدهکړو او ورکشاپونو وړاندي کول
- د محصلینو لپاره د څېړنیزو او کارموندنې فرصتونو د زیاتولو لپاره له علمي او صنعتي نهادونو سره د اړیکو ټینګول؛
- د معلوماتي ټکنالوژۍ په سکتور کې د څیړنې او پراختیا مرکز جوړول
- د محصلینو د نویو طرحو ملاتړ او د هغوی د نوښتونو د عملي کولو زمینې برابرول؛
- د معلوماتي سیستمونو د پراختیا او دوامداره ښه والي لپاره د اوږدمهاله ستراتیژۍ جوړونه؛
- د څانګې د محصلینو او استادانو لپاره د آنلاین کتابتون طرحه او پلی کول