معرفی معاونیت امورعلمی

د علمي چارو  مرستيال پيغام
الحمد لله الذي علّم الإنسان ما لم يعلم، والصلاة والسلام على أشرف المرسلين سيدنا محمد القائل: طلب العلم فريضة على كل مسلم. وعلى آله معادن الحكمة وفصل الخطاب.
﴿إِنَّمَا يَخْشَى اللَّهَ مِنْ عِبَادِهِ الْعُلَمَاءُ﴾فاطر:۲۸    
ژباړه: بيشکه همدا خبره ده چې ويريږي له الله جل جلاله څخه له بنده ګانو دده، عالمان.
کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د هيواد په سطحه يوازيني تخصصي او مسلکي پوهنتون دی چې د هيواد په داخل کې د ښوونې او روزنې په برخه کې په ټولو علمي معيارونو برابرښوونکي روزي.
دغه علمي بنسټ چې په ۱۳۸۱ هـ ش کال کې يې د پوهنتون کچې ته ارتقاء کړې ، نږدې (۲۵۰) تنه استاذانو له خوا پکې د تدریس مسؤليت په مخ وړل کيږي، چې زيات شمير يې د ماستري او دکتورا علمي درجو او لوړو علمي رتبو لرونکي کادرونه دي.
کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د لسانس په کچه د (۹) پوهنځيو(۳۲) څانګو لرونکی دی، په ورته مهال د ماستري (۱۴) او دکتورا(۲) فعالو برنامو لرونکی دی، او په زرګونه تنه يې د خدمت په موخه ټولنې ته وړاندي کړي دي.
زموږ ستراتیژي د پنځو اساسي موخو پر بنسټ ولاړه ده: د تدریس د کیفیت لوړول؛ د هېواد د ټولنیز– اقتصادي پرمختګ اړتیاوو ته ځواب ویل؛ د محصلینو رضایت تضمینول؛ د بشپړ خپلواک عامه پوهنتون کېدل؛ او د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون بدلون له یو د پوهې پر بنسټ ولاړ پوهنتون څخه، یو څېړنه‌محور، د پوهې تولیدوونکي او د شتمنۍ رامنځته کوونکي پوهنتون ته.
د ساینس او ټکنالوژۍ د چټکو بدلونونو او د ټولنې د اړتیاوو له امله، موږ په دوامداره توګه خپل اکاډمیک پروګرامونه جوړوو، ساتو او سمبالوو يې، تر څو ډاډ ترلاسه کړو چې  موږ باکیفیته زده‌کړه وړاندې کوو او په عین حال کې د هر پروګرام د اعتبار معیارونه هم پالو. له همدې امله موږ بریالي شوي یو چې په خپل کمپس کې زيات شمير د لسانس او فوق لسانس برنامې ولرو. سربېره پر دې، موږ  ‌درسي او له درسه بهر فعالیتونه هم وړاندې کوو چې د محصلینو عقيدوي، ديني، فزیکي، ذهني او فکري وده پیاوړې کوي.
برسېره پر دې، کابل ښوونې او روزنې پوهنتون له سوداګریزو بنسټونو، دولتي ادارو او د هېواد دننه له نورو لوړو زده‌کړو ادارو سره د همکارۍ اړیکې ټینګې کړې دي.  زما په شمول زموږ استادان او ژمن اداري کارکوونکي هڅه کوي، چې له محصلینو سره مرسته وکړو تر څو نوښتګر نظریات، پوهه او هغه مهارتونه ترلاسه کړي چې د ټولنې د ګټې لپاره اړین دي.
د کابل  ښوونې او روزنې پوهنتون په استازیتوب  زه خپلو استاذانو، محصلینو او هغه کسانو ته چې دې علمي کورنۍ ته د زده کړو په موخه قدم دننه کوي  ډاډ ورکوم چې موږ ژمن یو ستاسو د ژوند موخو ته د رسېدو په لاره کې له تاسو سره مرسته وکړو او د پوهنتون کورنۍ ستاسو پر لاسته راوړنو وویاړي.
راځئ  اړیکه ونیسو.    
تر څو یوځای اغېزمن خدمات وړاندې کړو.
پوهنوال مولوي احسان الله ناصح 
ښوونې او روزنې پوهنتون علمي چارو مرستيال
Ih.nasih3@gmail.com
+93(0)783757779

 

د علمي چارو معاونیت د پوهنتون له اساسي او اکاډمیکو ارکانو څخه دی چې د تدریسي او علمي چارو د مدیریت او رهبرۍ، د تحصیلي پروګرامونو د پراختیا، د علمي کادرونو د ظرفیت لوړونې، د کیفیت لوړاوی او اعتبار ورکونې، د محصلانو د علمي چارو د تنظیم او د پوهنتون د اکاډمیکو فعالیتونو د همغږۍ مسؤلیت پر غاړه لري.

دغه معاونیت د لوړو زده کړو وزارت د قوانینو، مقرراتو، لایحو او پالیسیو په چوکاټ کې فعالیت کوي او د مناسب علمي او تحصیلی چاپېریال په رامنځته کولو سره د لوړو زده کړو د کیفیت لوړولو، د تدریس او زده کړې د بهیر د ښه والي، د اکاډمیکو پروګرامونو د پراختیا او د پوهنتون د علمي او ستراتیژیکو موخو د تحقق لپاره هڅې کوي.