د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون استادانو ته د P.T.C سازمان لخوا د مسلکي ودې پروګرام پای ته ورسېد!
سې شنبې ورځ د ۵/٤/۱۴۰۲/ هــ.ش چې له ٨/١٢/١٤٤٤ هـــ.ق نېټې سره سمون لري د (P.T.C (PINNACLE TEACHING SOLUTIONS)) سازمان لخوا د (۱۴) ورځو لپاره زده کړییز پروګرام د ستاینلیکونو پر ورکړې سره پای ته ورسېد.
غونډه د قرآنکریم د څو مبارکو آیاتونو په تلاوت سره پیل شوه.
د یاد ورکشاپ اختتامیې محفل د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د علمي کنفرانسونو په عمومي تالار کې د P.T.C سازمان رئیس، استادانو، د پوهنتون معاونینو، د پوهنځیو رئيسانو، استادانو او اداري څانګو آمرینو په شتون کې پیل شوه.
لومړی د پوهنتون رهبرۍ د یاد سازمان له رهبرۍ او استادانو څخه د دې ورکشاپ په دایرېدو منندویي وکړه زیاته یې کړه چې، یاده زده کړیزه برنامه د کارمندانو په ظرفیت لوړوالي کې یو نېک ګام وو او په راتلوونکې کې د دې نوع ورکشاپونو په دایرېدو يې ټینګار وکړ.
وروسته د یاد سازمان رئیس ښاغلي دیوید آلن لندسي په خپلو خبرو کې د لوړو زده کړو وزارت او کابل ښوونې او روزنې له رهبرۍ څخه یاد ورکشاپ ته د موقع په برابرولو منندویې وکړه، زیاته یې کړه چې یاد سازمان د کارمندانو ظرفیت لوړوالي او د انګلیسي ژبې مهارتونو په برخه کې فعالیت کوي او په راتلونکې کې به د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون سره د هېڅ نوع همکارۍ څخه شاته نشي.
غونډه د ستاینلیکونو په ورکړه او د دعایې په ویلو سره پای ته ورسېده
