د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د (۱۴۰۲) کال د کانکور نویو کامیاب شوو محصلینو ته د اکاډمیک چاپېریال سره د آشنایۍ په پار غونډه ترسره شوه!

keu_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۱/۱۴ - ۸:۴۰
9878

شنبې ورځ د ۵/۱/١٤٠٢ ه ق. نېټه د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون معاونینو، د پوهنځیو رئیسانو، استادانو او اداري څانګو آمرینو په شتون کې د یاد پوهنتون د محصلانو خدماتو چارو څانګې له لوري نویو کامیاب شوو محصلینو ته د پوهنتون سره آشنا کېدو او اکاډمیک پلان او پالېسۍ په پار غونډه د قرآن کریم د څو مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شوه.

لومړی د پوهنتون د علمي چارو مرستیال ښاغلي پوهاند دوکتور جمشېد خان “رشیدي” د ښه راغلاست ترڅنک په خپلو خبرو کې د پوهنتون تاریخچې، د پوهنځیو، څانګو، اداري او کادري تشکیلاتو، ماسټریو زده کړیز او تفریحي چوپړتیاوو، زده کړیز پلان او پالېسۍ، د محصلینو جذبولو، ظرفیت او د پوهنتون اړوند نور اړین معلومات د محصلینو سره شریک کړل او له ټولو محصلینو څخه یې غوښتنه وکړه چې د پوهنتون له شته امکاناتو او فضا څخه پوره ګټه واخلي او زیاته یې کړه: چې د پوهنتون چاپېریال څخه د ساتنې په پار له ټولو اداراتو سره همکار اوسئ”

وروسته د خدماتو چارو آمر ښاغلي شفیع الله “آخندزاده” په خپلو خبرو کې د پوهنتون انکشافي پروګرامونو ژبني مهارتونو اوکمپیوټر ته اشاره وکړه او له ټولو محصلینو څخه یې وغوښتل چې، اسلامي ارزښتونو، نظافتو نظم او ډسپلین و مشرانو او استادانو ته درناوی وکړي.

همدارنګه د پوهنتون مالي او اداري معاون ښاغلي حاجي عبدالرحیم “زبیر “ په خپلو ارزښمندو خبرو کې محصلینو ته د ځوان تحصیلي نسل ښوونه او روزنه، دینداریو، هېواد او هېواد والو ته خدمت کولو په پار ټينګار وکړ.

په پای کې د پوهنتون دعوت او ارشاد مسؤل ښاغلي مولوي ذبیح الله “عابد” په خپلو خبرو کې محصلینو ته وویل: د دنیا او اخرت کامیابي د اسلام مبارک دین په لار کې ده او له ټولو محصلینو یې وغوښتل چې، دې عصري علومو تر څنګ د دیني علومو په قواعدو کلک او استوار ودريږي”

د غونډې په پای کې د محصلینو وړاندیزونه او اړوند ستونزې د پوهنتون مشرتابه غړو له لوري واورېدل شوې په اخر کې غونډه د دعایې په ویلو سره پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۲/۳۰ - ۱۲:۴۶
Background image

کابل ښوونې او روزنې پوهنتون څېړنې او علمي مجلو معاونیت لخوا د اتم سمسټر محصلینو ته "د مونوګراف لیکنې لارښوونو" ترسرلیک لاندې یو ورځنۍ ښوونیز-لارښودی سیمینار وړاندې شو!

سې شنبې ورځ د ٢٢/١١/١٤٤٦ ه.ق چې له ٣٠/٢/١٤٠٤ ه.ش نېټې سره سمون لري د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون څېړنې او علمي مجلو معاونیت لخوا د اتم سمسټر محصلینو ته "د مونوګراف لیکنې لارښوونو". . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۲/۲۵ - ۱۲:۴۴
Background image

کابل ښوونې او روزنې پوهنتون په یوه اوونۍ کې!

شنبه:

کابل ښوونې او روزنې پوهنتون محصلانو چارو معاونیت اړوند د نظم او ډسپلین کمېټې غونډه ترسره شوه.

یکشنبه:

د تدرسي چارو ښه والي په پار د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون رئیس د اسلامي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۲/۲۴ - ۱۴:۴۴
Background image

کابل ښوونې او روزنې پوهنتون اداري(رهبري) شورا غونډه ترسره شوه!

چهارشنبې ورځ د ٢٤/٢/١٤٠٤ ه.ش چې له ١٦/١١/١٤٤٦ ه.ق نېټې سره سمون لري د کابل ښوونې او روزنې‌ پوهنتون اداري شورا غونډه د پوهنتون رئیس، معاونینو، پوهنځیو رئیسانو او اداري شورا غړو په ګډون. . .

BACK TO NEWS