د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د طبیعي علومو پوهنځي نويو کامیاب شویو محصلینو ته د ښه راغلاست او د (پوهنځي پېژندنې) غونډه ترسره کړه!

keu_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۱/۱۴ - ۸:۲۷
566

نن چهار شنبې ورځ د ۲۲/۸/۱۴۴۴ ق نېټه د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د طبیعي علومو پوهنځي په تالار کې د ۱۴۰۲کال هغه محصلینو ته چې د طبیعي علومو پوهنځي بېلابېلو څانګو ته نوي بریالي شوي دي، د پوهنځي پېژندګلوۍ او مربوطه امکاناتو په پار غونډه ترسره شوه.

په غونډه کې د طبیعي علومو پوهنځي رئیس، د څانګو آمرینو او استادانو په ګډون، نويو کامیاب شویو محصلینو ته د ښه راغلاست تر څنک د پوهنځي د رئيس، آمرینو او استادانو معرفي وشوه، همدارنګه د پوهنځي اهدافو، درسي میتودونو، تعلیمي کال، سمسترونو شمېر، امتحانونو د کریدت سیستم لایحه، درسي ټایم او د محصلینو مسؤلیتونو په هکله ټولو نویو کامیاب شویو محصلینو سره معلومات شریک شول.

د پوهنځي مشرتابه ټولو محصلینو ته د الله(ج) له درباره د کامیابۍ هیله وکړه.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۴/۲۰ - ۱۴:۳۶
Background image

کابل ښوونې او روزنې پوهنتون استادانو ته یو ورځنی لارښودي ورکشاپ دایر  شو!

 

 کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د علمي چارو معاونیت اړوند د استادانو مسلکي پراختیا امریت له لوري د پوهنتون استادانو ته "د تألیفي کتابونو د لیکلو  طرحې پېژندنې" اړوند یو ورځنی لارښودي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۰ - ۱۵:۱۱
Background image

کابل ښوونې او روزنې پوهنتون استادانو ته یو ورځنی لارښودي ورکشاپ دایر شو!

 

چهارشنبه- ۱۵،۱،۱۴۴۸ه.ق

د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون، علمي چارو معاونیت اړوند د استادانو مسلکي پراختیا امریت له لوري د پوهنتون استادانو ته "په تحصیلي مرکزونو کې د مدیریتي اصول". . .

BACK TO NEWS