د (HEMIS)معلوماتي سیستم ښوونیز ورکشاپ

keu_admin
شنبه ۱۴۰۱/۱۲/۶ - ۱۷:۳۵
099

د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون معلوماتي تکنالوژۍ څانګې د (HEMIS) معلوماتي سیستم د زده‌کړې تر سرلیک لاندې ورکشاپ جوړ کړ، دغه ورکشاپ د اروزګان پوهنتون کارکوونکو ته چې د نوموړي پوهنتون له لوري رسمأ د دغه سیستم د زده کړې لپاره معرفي شوي وو د پوهنتون په (ICT) سنټر مرکز کې د دوو ورځو لپاره د پوهنتون د معلوماتي تکنالوژۍ مدیر او (HEMIS) سیستم مسؤول او ترېنر ښاغلي حکمت‌الله “همت” له لوري په لاره واچول شو.

په سر کې ښاغلي همت د معلوماتي تکنالوژۍ مدیر او (HEMIS) سیستم مسؤول او ترېنر د لوړو زده‌کړو وزارت د (HEMIS) معلوماتي سیستم د ارزښت او ښېګڼو په اړه خبرې وکړې او ویې ویل: دغه سیستم د افغانستان د پوهنتونونو د استادانو او زده کړیالانو د معلوماتو ساتلو، په چارو کې د پرمختګ او ګړنديتوب، په معلوماتو کې د جعل او لاس وهنې مخنیوي لپاره مهم دی.

همدا راز د ورکشاپ له ګډونوالو یې وغوښتل چې له دغه ورکشاپه پوره ګټه واخلي تر څو په دغه سیستم کې د دوی شته ستونزې او پوښتنې د امکان تر حده حل شي.

ورپسې ددغه ورکشاپ ترېنر د (HEMIS) سیستم په اړه هر اړخیز معلومات وړاندې کړل او ویې ویل چې، د لوړو زده کړو وزارت سره په دې برخه کې هر ډول همکارۍ ته چمتو دی.

وروسته ورکشاپ عملاً پیل شو.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۶/۳۰ - ۱۰:۴۴
Background image

کابل ښوونې او روزنې پوهنتون رئیس له هغو استادانو سره چې له بېلابېلو ولایتونو راغلي او پوهنتون کې لیلې ژوند لري، غونډه ترسره کړه!

چهارشنبې ورځ د ١٤٠٤/٦/٢٦ه.ش چې له ١٤٤٧/٣/٢٤ه.ق نېټې سره سمون لري د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون رئیس ښاغلي شیخ الحدیث سید بشیرآغا"هاشمي" له هغو استادانو سره ځانګړې غونډه وکړه چې له. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۶/۳۰ - ۱۰:۴۱
Background image

کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د ارواپوهنې پوهنځي نويو کامیاب شویو محصلینو ته د پوهنځي پېژندنې او مربوطه امکاناتو په پار غونډه ترسره کړه!

سې شنبې ورځ د ٢٣/٣/١٤٤٧ ه.ق. چې له ٢٥/٦/١٤٠٤ ه.ش. نېټې سره سمون لري د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د عبدالرحمن بن سمرة د غونډو عمومي تالار کې د ارواپوهنې پوهنځي مسؤولینو د ١٤٠٤ کال هغه. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۶/۳۰ - ۱۰:۳۸
Background image

کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د آی-سي-ټي په مرکز کې د اداري کارمندانو لپاره" د سایبري امنیت" ترسرلیک لاندې یو ورځنۍ ښوونیز-لارښودي سیمینار دایر شو!

دوشنبې ورځ ٢٢/٣/١٤٤٧ ه.ق چې له ٢٤/٦/١٤٠٤ ه.ش نېټې سره سمون لري د استادانو مسلکي انکشاف آمریت لخوا د مخابراتو وزارت په همکارۍ د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د آی-سي-ټي په مرکز کې د اداري. . .

BACK TO NEWS