د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون علمي غونډه تر سره شوه

keu_admin
شنبه ۱۴۰۱/۱۲/۶ - ۱۷:۳۱
877

د یکشنبې په ورځ ۲۸/۷/۱۴۴۴ هـــ.ق. نېټه د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د علمي کنفرانسونو په تالار کې د معاونینو، پوهنځیو رئیسانو، استادانو او آمرینو په ګډون علمي غونډه ترسره شوه

غونډه د قرآن کریم د څو مبارکو آیاتونو په تلاوت سره پیل شوه.

په لومړي سر کې د پوهنتون د علمي چارو مرستیال ښاغلي دوکتور پوهاند جمشېد خان رشيدي د علمي چارو معاونیت اړوند د فعالیتونو او لاسته راوړنو په هلکه گزارش د غونډې ګډون کوونکو ته بیان کړ.

ورپسې د مالي او اداري چارو او محصلانو چارو معاونینو د خپلو فعالیتونو او لاسته راوړنو په هکله ګزارشونه وړاندې کړل، همدارنګه د پوهنځیو رئیسانو او آمرینو د خپلو لاسته راوړنو او فعالیتونو په هکله خبرې وکړې.

په اخر کې غونډه د دعایې په ویلو پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۳/۸/۱۰ - ۱۶:۸
Background image

د لوړو زده کړو وزارت وزیر په شتون کې د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون له استادانو سره اصلاحي-علمي غونډه ترسره شوه!

پنجشنبې ورځ د ٢٩/٤/١٤٤٦ ه.ق چې له ١١/٨/١٤٠٣ ه.ش نېټې سره سمون لري، د لوړو زده کړو قدرمن وزیر صاحب په شتون کې د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون له استادانو سره اصلاحي-علمي غونډه ترسره شوه.

. . .
پنجشنبه ۱۴۰۳/۸/۱۰ - ۱۶:۶
Background image

د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د محصلانو چارو مرستیال پېژند غونډه!

دوشنبې ورځ د ٢٦/٤/١٤٤٦ ه.ق چې له ٨/٨/١٤٠٣ ه.ش نېټې سره سمون لري د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون محصلانو چارو معاونیت ته د ښاغلي مولوي رحمان ګل"وثیق" د پېژندنې په مناسبت، چې د لوړو زده کړو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۸/۱۰ - ۱۶:۴
Background image

د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د ژبو او ادبیاتو پوهنځي نويو کامیاب شویو محصلینو ته د کریډت سیسټم پېژندنې او د (پوهنځي پېژندنې) غونډه ترسره کړه!

سې شنبې ورځ د ٢٦/٤/١٤٤٦ ه.ق. چې له ٨/٨/١٤٠٣ ه.ش. نېټې سره سمون لري د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د ژبو او ادبیاتو پوهنځي مسؤولینو د ١٤٠٣کال خزاني سمسټر هغه محصلینو ته چې د یاد پوهنځي. . .

BACK TO NEWS