لایحه وظایف آمریت انسجام امور استادان قرار ذیل است

  1. د استادانو چارو آمریت دندو لایحه

    د دندې موخه:

    د علمي کادر غړو اړوندو قوانینو، مقرراتو او لوایحو د تطبیق څارنه او د استادانو د چارو د سم، شفاف او اغېزمن تطبیق ډاډمنول.

    اساسي دندې:

  2. د علمي کادر غړو د علمي اسنادو او سوابقو ارزونه، ترڅو وړ، مسلکي او بااستعداده استادان وپېژندل شي او جذب شي.
  3.  د تقرر، انفکاک او علمي ترفیعاتو کمېټو ته د اړینو معلوماتو او اسنادو برابرول، څو د پرېکړو بهیر لا اغېزمن او دقیق شي.
  4.  د استادانو د تقرر او انفکاک د بهیر څارنه او کنټرول، ترڅو عدالت، شفافیت او قانوني اصول تأمین شي.
  5.  د اړوندو کمېټو د پرېکړو تعقیب او اړوندو مراجعو ته یې د تطبیق لپاره رسول.
  6. د همغږۍ دندې:

  7. د علمي چارو له ریاست او نورو اړوندو مراجعو سره د نوي علمي کادر د غړو د جذب او استخدام په برخه کې همغږي رامنځته کول.
  8.  د استادانو اسناد پوهنځیو ته د قانوني مراحلو د بشپړولو لپاره لېږل.
  9.  د اړتیا پر مهال له ټولو اړوندو ادارو او څانګو سره همغږي کول.
  10.  د وزارت د پالیسیو، نافذه قوانینو او د مافوق مقام د لارښوونو له مخې د سپارل شویو نورو دندو ترسره کول.
  11. مدیریتي دندې:

  12. د ریاست له پلانونو سره سم د میاشتنیو، ربعوارو او کلنیو کاري پلانونو ترتیب او تنظیم.
  13.  د ورکشاپونو، سیمینارونو او د کار پر مهال روزنیزو پروګرامونو له لارې تر لاس لاندې کارکوونکو ته د مسلکي مهارتونو لېږد.
  14.  د کارکوونکو د اجراآتو ارزونه، د روزنیزو اړتیاوو تشخیص او د ظرفیت لوړونې پروګرامونو پلي کول.
  15.  ریاست ته د فعالیتونو او لاسته راوړنو په اړه میاشتني، ربعوار، کلني او د اړتیا پر مهال راپورونه وړاندې کول.
  16.  
  17.  د علمي کادر غړو د اسنادو د ساتنې، ثبت او آرشیف کولو څارنه، ترڅو معیاري آرشیفي سیستم رامنځته او پیاوړی شي.
  18.  د علمي ترفیعاتو، علمي رتبو د تثبیت او د کمېټو د پرېکړو د تعقیب او خبرتیا چارو سمبالول.