د بیولوژي څانګه

     د بیولوژي ډیپارټمنټ لیدلوری (Vision)

د هېواد په کچه د یو غوره ډیپارټمنټ په توګه د بیولوژي ډیپارټمنټ مقام ساتل او د اسلامي شریعت په رڼا کې د بازار له اړتیاوو سره سم، د لوړو زده کړو له لارې د نوښتګرو او فعاله محصلانو روزنه.

دبیولوژي ډیپارټمنټ ماموریت (Mission)
د بیولوژي ډیپارټمنټ دنده لري چې غوره ښوونیز خدمتونه وړاندې کړي. موږ د تدریس د غوره لارو چارو، د استاد او محصل ترمنځ د نږدې اړیکو رامنځته کولو او د ښوونیزو او خلاقو فعالیتونو له لارې هڅه کوو چې خپل دغه ستر هدف ته ورسیږو. موږ هغوی د لوړو زده کړو موسسو، ښوونکو د روزنې مراکزو، د هېواد  ښوونځیو او نورو خصوصي بنسټونو د اړتیاوو پوره کولو لپاره ارزښتمنو او ګټورو دندو ته چمتو کوو.

موخې (Goals)
د بیولوژي ډیپارټمنټ اصلي موخه د حیاتی علومو په بېلابېلو برخو کې د ځوانو، متخصصو او ژمنو کادرونو روزنه ده، ترڅو وکولای شي په علمي پوهې او عملي مهارتونو سره، په ښوونیزو، څیړنیزو، روغتیایي، کرنیزو او نورو اړوندو برخو کې اغېزمن رول ولوبوي، چې عبارت دي له:

  • د بیولوژي په څانګه کې د ښوونیز کیفیت لوړول.
  • د علمي او اداري فعالیتونو تنظیم او انسجام.
  • د تدریس، څېړنې او ارزونې لپاره د روڼ چوکاټ ټاکل.
  • د ټولنې له اړتیا سره سم د مسلکي فارغانو روزنه.
  • د کیفیت تضمین او اعتبار ورکولو د معیارونو پلي کول.

ارزښتونه (Values)

  • د ښوونې او روزنې په بهیر کې کیفیت او روڼتیا.
  • د نظام د غوښتنو مطابق علمي اخلاص او مسلکي اخلاق.
  • د حیاتي علومو اړوند له عصري تکنالوژي څخه استفاده، په څیړنې او نوښت متکی تدریس.
  • په اکاډمیک ماحول کې ځواب وینه او پرله پسې ښه والی.

 

ثقسلثل تتالنا