د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون کې د کادري بستونو آزموینه واخېستل شوه.

keu_admin
پنجشنبه ۱۴۰۱/۸/۱۹ - ۱۰:۳۱
887

د شنبې په ورځ 1444/4/3هـ ق نېټه د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د علمي چارو مرستیال پوهاند جمشېد خان (رشیدي) د پوهنتون مالي او اداري چارو مرستیال انجینر صلاح الدین (ایوبي) او د محصلانو چارو مرستیال انجینر اکرام (صهیب) د آزموینې له بهیر څخه د لیدنې پر مهال استادانو ته سپارښتنه وکړه، چې ګډونوالو نوماندانو ته په ښه توګه لارښوونه وکړي او آزموينه دې د علمي نورمونو او اصولو سره سمه په شفافه توګه واخېستل شي، چې د هغوي له خوا د اجرااتو ډاډ ورکړل شو.

د انګلیسي ژبې آزموینه د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د طبیعي علومو پوهنځي له خوا د بېلابېلو پوهنځیو او ډیپارټمینټونو او د وردګو د لوړو زده کړو مؤسسې د فزیک، کیمیا او بیولوژي څانګو د اعلان شویو کادري بستونو لپاره واخېستل شوه.

د یاد پوهنتون د تکنالوجۍ آمر محمد منصور (واحدي) د آزموینې په اړه لنډ معلومات ورکړل، چې آزموېنه به په شفاف ډول د (Program(OEP)Online Exam) له لارې اخستل کېږي، چې دا سستم پرته له کوم جعل او لاس وهنې څخه خوندي دی او د آزموېنې پای ته رسېدو وروسته بې له کوم ځنډ نتيجه اعلانېږي، استادان او د آزموینې هیئت او ګډونوال کولای شي چې په یو وخت او یو ځای د آزموېنې نتیجه د کمپیوتر پر مخ وګوري.

د غونډې په پاى کې د ټولو ګډونوالو په حضور کې د پوښتنپاڼو لپاره د کمپیوترو یوزرونونه خلاص او رسماً آزموينه پيل شوه، چې د یاد پوهنتون د علمي چارو مرستیال پوهاند جمشېد خان (رشیدي) د استادانو په ملتيا د آزموينې له صحنې څخه لیدنه وکړه.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۴/۲۰ - ۱۴:۳۶
Background image

کابل ښوونې او روزنې پوهنتون استادانو ته یو ورځنی لارښودي ورکشاپ دایر  شو!

 

 کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د علمي چارو معاونیت اړوند د استادانو مسلکي پراختیا امریت له لوري د پوهنتون استادانو ته "د تألیفي کتابونو د لیکلو  طرحې پېژندنې" اړوند یو ورځنی لارښودي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۰ - ۱۵:۱۱
Background image

کابل ښوونې او روزنې پوهنتون استادانو ته یو ورځنی لارښودي ورکشاپ دایر شو!

 

چهارشنبه- ۱۵،۱،۱۴۴۸ه.ق

د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون، علمي چارو معاونیت اړوند د استادانو مسلکي پراختیا امریت له لوري د پوهنتون استادانو ته "په تحصیلي مرکزونو کې د مدیریتي اصول". . .

BACK TO NEWS