د 1444/1/18هـ ق نېټه د چهار شنبې په ورځ، د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون رهبري هیئت، د پوهنتون رئیس پوهنوال لیلما شریفي یما، د علمي چارو مرستیال پوهاند جمشید خان رشیدي

keu_admin
شنبه ۱۴۰۱/۵/۲۹ - ۱۵:۴۳
988

د 1444/1/18هـ ق نېټه د چهار شنبې په ورځ، د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون رهبري هیئت، د پوهنتون رئیس پوهنوال لیلما شریفي یما، د علمي چارو مرستیال پوهاند جمشید خان رشیدي، د لوړو زده کړو وزارت فوق العاده استازي او د پوهنتون د مالي او اداري چارو مرستیال، انجینر سردارولي صالحي او د پوهنتون د ترکي څانګې آمر استاد سراجي، په افغانستان کې د ترکیې جمهوریت د سفارت فرهنګي اتشي ښاغلی چنګیز ایدیمیر او د یونس امره انستیتوت مدیر ښاغلي چغتای سون ایرین، د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د رئیس په دفتر کې سره وکتل. په دې کتنه کې د پوهنتون مشرتابه د دوست هېواد ترکیې د هر اړخیزو همکاریو قدرداني وکړه. د دې کتنې اصلي اجنډا د پوهنتون او د یونس امري انستیتوت ترمنځ د تړون پراخوالی او په پوهنتون کې د یونس امره انستیتوت دفتر رامینځته کول وؤ غوښتنه وشوه ترڅو په راتلونکې کې ډېرو اړیکو ته لاره هواره شي.

دواړو خواوو په کلتوري او ګټورو اړیکو برابرولو ټینګار وکړ.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۹ - ۱۵:۷
Background image

اداري شورا؛ د روان کال ساختماني پروژو او اداري سیستم د تنظیم اړوند بحث وشو! 

یکشنبه، ١١/١٠/۱۴۴۷ ه.ق
 کابل ښوونې او روزنې پوهنتون مالي او اداري چارو معاونیت اړوند امریتونو سره میاشتنۍ نوبتي اداري ناسته د مالي او اداري چارو مرستیال او اړونده امرینو په ګډون کې. . .

BACK TO NEWS