د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون کې د کادري بستونو آزموینه واخېستل شوه

keu_admin
شنبه ۱۴۰۱/۴/۴ - ۱۲:۴۶
123

د پنج شنبې په ورځ ۲۶/۳/۱۴۰۱هـ ش نېټه د لوړو زده کړو وزارت څخه راغلي پلاوي د تقرر او علمي ترفیعاتو رئیس مفتاح الدین (عزام)، د تحقیق، تألیف او ژباړې رئیس دوکتور مولوي حمیدالله (مزمل) او د ژباړې آمر خلیل الرحمن (رحماني) او د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون علمي چارو مرستیال پوهاند جمشید خان (رشیدي) په حضور کې، د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون او د بامیانو پوهنتون د علمي کادر د نوماندانو تخصصي آزموینه د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون کې په یوې رڼه او عادلانه فضا کې واخیستل شوه. په پيل کې د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د علمي چارو مرستیال پوهاند جمشید خان رشیدي د آزموینې په څرنګوالي خبرې وکړې، او د پوهنځیو له مسؤولینو، استادانو او د څارنې له کمېټې څخه یې وغوښتل تر څو د آزموینې بهیر په عادلانه ‌‌‌‌‌‌ډول پرمخ یوسي او پدې بهیر کې روڼتیا او امانت په پام کې ونیسي.

همدارنګه د لوړو زده کړو وزارت څخه راغلي پلاوي د آزموینې د اخیستو څخه د څارنې په لړ کې د پوره روڼتیا غوښتونکي شو او یادونه یې وکړه چې، د هېواد په پوهنتونونو کې د علمي کادر د ګمارنې معیار د نوماند خپله وړتیا او توانايي ده.

د غونډې په پاى کې د ټولو ګډونوالو په حضور کې رسماً آزموينه پيل شوه، چې د لوړو زده کړو وزارت څخه راغلي پلاوي او د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د علمي چارو مرستیال پوهاند جمشید خان (رشیدي) د استادانو په ملتيا د آزموينې له صحنې څخه لیدنه وکړه.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۳ - ۱۰:۵۳
Background image

ورځنی حدیث


وټساپ چینل: 
https://whatsapp.com/channel/0029VbAsMnh0wajldV58L945

ټویټر(ایکس):
https://x.com/KEU44466?t=umeNUEJD0dYohQgBpStLLg&s=09

فیسبوک:
https://www.facebook.com/profile.php?id. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۱ - ۱۴:۲۶
Background image

کابل ښوونې او روزنې پوهنتون علمي چارو معاونیت اړوند د برېښنایې زده کړو کمېټې له غړو سره غونډه ترسره شوه!  

 

 یکشنبې ورځ د ٢١/٧/١٤٤٧ هـــ.ق. چې له ٢١/١٠/١٤٠٤ ه.ش نېټې سره سمون لري د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون علمي چارو معاونیت اړوند د برېښنایې زده کړو کمېټې له غړو سره غونډه د علمي چارو. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۰ - ۱۱:۴۴
Background image

کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د طبیعي علومو پوهنځي علمي شورا غونډه ترسره شوه!

شنبې ورځ د ٢٠/١٠/١٤٠٤ ه.ش چې له ٢٠/٧/١٤٤٧ ه.ق نېټې سره سمون لري د طبیعي علومو پوهنځي د علمي شورا نوبتي غونډه د علمي چارو مرستیال، پوهنځي رئیس، د څانګو آمرینو او استادانو په ګډون ترسره. . .

BACK TO NEWS