د لوړو زده کړو وزارت اونېزې له ځنډ وروسته بیا خپرونې پیل کړې.
په دغه اونېزه کې خبرونه، مقالې او معلوماتي مطالب خپرېږي، چې د لوړو زده کړو وزارت اطلاعاتو، نشراتو او عامه اړېکو ریاست له لوري، په څلورو پاڼو کې په رنګه ډول چاپېږي او هره شنبه یې لوستونکي تر لاسه کولای شي.
د اطلاعاتو، نشراتو او عامه اړېکو ریاست هېله لري، چې د هېواد د اکاډمیکې ټولنې د همکارۍ په راجلبولو سره، یاده اونېزه غني او د لوستونکو د پام وړ وګرځوي.
درنښت