یکشنبه، ۱۰ سلواغه ۱۴۰۰ د لوړو زده کړو وزارت په پرلپسې هڅو ټول دولتي پوهنتونه پیلیږي

keu_admin
دوشنبه ۱۴۰۰/۱۱/۱۱ - ۱۲:۱۲
dfdf

د افغانستان اسلامي امارت د لوړو زده کړو وزارت مشرتابه په هلو ځلو د هېواد په ګرم سېرو ولایتونو کې د دولتي پوهنتونونو تدریسي بهیر د روان هجري قمري کال د رجب میاشتې په لومړۍ نیټه، چې د ۱۴۰۰ ه ش کال د دلوې میاشتې له (۱۳) مې نیټې سره سمون لري، پیل شي.

د پوهنتونونو له پیل څخه وروسته به زده کړیالانو ته درې اونۍ درس ورکړل شي، چې د وروستي سمستر ازموینه به د حوت میاشتې په (۷) نیټه پیل او د همدې میاشتې تر پای پورې به دوام وکړي.

دغه راز په ګرم سېرو ولایتونو کې به راتلونکی سمستر د ۱۴۰۱ ه ش کال د حمل میاشتې په لومړۍ نیټه پیل او په نورمال ډول به دوام وکړي.

بل لورته لکه څنګه چې د هېواد په ځينو ولایتونو کې هوا ډېره سړه ده، نو په همدې اساس د هېواد په سرد سېرو ولایتونو کې به د دولتي پوهنتونونو تدریسي بهیر د روان هجري قمري کال د رجب میاشتې په (۲۵) مه نیټه ، چې د ۱۴۰۰ ه ش کال د حوت د میاشتې له (۷) نیټې سره سمون لري، پیل شي.

درسونه به یې درې اونۍ دوام ولري او تر هغې وروسته به د وروستي سمستر ازموینه د ۱۴۰۱ ه ش کال د حمل میاشتې په لومړۍ نیټه پیل او د همدې میاشتې تر (۲۵) نیټې پورې به دوام وکړي.

په سرد سېرو ولایتونو کې به راتلونکی سمستر د ۱۴۰۱ ه ش کال د حمل میاشتې په (۲۷) نیټه پيل او د معمول سره سم به دوام ولري.

د یادولو وړ ده چې په ټولو دولتي پوهنتونونو کې به د ۱۴۰۰ ه ش کال کانکور له لارې بریالي شوي زده کړیالان د روان سمستر د درسونو او ازموینو په جریان کې نوم لیکنه کوي.

د زده کړیالانو د نوم لیکنې چارې به د اړوندو پوهنتونونو لخوا تنظیميږي او درسونه به یې له راتلونکي سمستر سره یو ځای پیل کېږي.

همدا شان د پوهنتونو او لوړو زده کړو وزارت اړوند موسسو ټول کادري او اداري غړي به په پوره توان سره خپلو تدریسي او اداري چارو ته جدي

پاملرنه کوي او زده کړیالانو ته به ټولې ممکنه اسانتیاوې برابروي.

https://www.facebook.com/108206574995911/videos/5406252346056454

 

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۴ - ۱۵:۸
Background image

کابل ښوونې او روزنې پوهنتون استادانو ته د لومړنیو صحي مرستو رسولو ترسرلیک لاندې یو ورځنۍ سیمینار وړاندې شو!

 ١٥/٨/١٤٤٧ هــ ق، سه شنبه
 د سهار ستوري کلینیک له لوري د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون استادانو ته ( د لومړنیو صحي مرستو رسولو) ترسرلیک لاندې یو ورځنۍ سیمینار د کابل ښوونې او روزنې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۴ - ۱۴:۸
Background image

کابل ښوونې او روزنې پوهنتون استادانو او کارمندانو ته درې ورځنی اصلاحي-علمي سیمینار پیل شو!

 سه شنبه، ١٥/۸/١٤٤٧ هـ.ق
د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون استادانو او کارمندانو ته درې ورځنی اصلاحي-علمي سیمینار پیل شو، چې په لومړۍ ورځ یې د کابل جـ.ـهـ.ـادي مدرې شیخ الحدیث مولوي محمد. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۲ - ۱۵:۱۴
Background image

کابل ښوونې او روزنې پوهنتون پوهاند استادانو د خپلو علمي څېړنو پایلې شریکې کړې!

یکشنبه، ١٣/٨/١٤٤٧ هـ.ق
د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون لس تنه پوهاند استادانو د خپلو علمي څېړنو پایلې د علمي سیمینار په ترڅ کې د پوهنتون له رهبرۍ، مسؤلینو او استادانو سره شریکې کړې.

د. . .

BACK TO NEWS