۱۴۰۰ کال، د غبرګولي ۶مه، لوړو زده کړو وزارت

keu_admin
شنبه ۱۴۰۰/۵/۹ - ۹:۴۲
fdfd

د لوړو زده کړو وزیر نن د یوه مطبوعاتي کنفرانس له لارې چې کابل پوهنتون کې جوړ شوی و، د هېواد د لوړو زده کړو په بنسټونو کې د کرونا واکسین او په یادو بنسټونو کې د حضوري درسونو پیل په هکله معلومات وړاندې کړل.

د لوړو زده کړو وزیر دوکتور عباس بصیر په دغه مطبوعاتي کنفرانس کې د ټولې نړۍ په کچه بېلابېلو سکتورونو کې په ځانګړي ډول د هېواد د زده کړو پر سکتور د دې ویروس منفي پایلو ته اشاره وکړه او ویې ویل:"په هېواد کې د کرونا ویروس خپرېدل او د عامې روغتیا وزارت روغتیايي لارښوونو ته په پاملرنې سره لوړو زده کړو وزارت د هېواد د تحصیلي بنسټونو رخصتولو ته اړ شو چې دغه وزارت له الکترونیکي زده کړو سیستم څخه په ګټې انلاین درسونه پیل کړل، خو په هېواد کې د برېښنا، کافي انټرنټ نه شتون او له سیستم سره د یو شمېر استادانو نه بلدتیا هغه ستونزې وې چې ځينې زدکړیالان یې له انلاین زده کړو بېبرخې کړل."

دکتور عباس بصیر په دوام کې وویل چې لوړ زده کړو وزارت یادو ننګونو او ستونزو ته په پاملرنې او د روغتیا وزارت په مرسته د هېواد په تحصیلي بنسټونو کې د کتلوي معافیت رامنځته کولو او د هېواد په ټولو خصوصي او دولتي تحصیلي بنسټونو کې د کرونا ویروس د واکسین تطبیق کمپاین د زمري تر ۱۶مې پیل کړی.

د نوموړي په وینا دا کمپاین به ۴۵۰ زره خصوصي او دولتي زدکړیالان تر پوښښ لاندې ونیسي او ټول زدکړیالان مکلف دي چې واکسین وکړي. هغه په زدکړیالانو ټینګار وکړ چې واکسین وکړي او ویې ویل که یو زدکړیال له دې پروسې ډډه وکړي نو دا چې د زدکړیالانو او استادانو ساتنه او خوندیتوب د دغه وزارت لپاره لومړیتوب لري نو دغو زدکړیالان به پوهنتون او لیلیې ته ننوتو ته پرې نه ښودل شي.

لوړو زده کړو وزیر دې ته هم اشاره وکړه چې د دولتي پوهنتونونو زیاته سلنه د زدکړیالانو له بېلابېلو ولایتونو څخه دي او اکثریت د لیلیې شامل دي. نوموړي وویل چې د واکسین د پروسې له پای وروسته به د روغتیا وزارت لارښوونو پر بنسټ د زمري میاشتې په ۱۶ د هېواد په ۱۱ ولایتونو چې اخته کسان چې شمېر یې تر ۳۵ سلنه کم دی د دولتي پوهنتونو حضوري درسونه به پیل شي او که چېرې نورو ولایتونو کې د زمري تر ۱۶ نېټې پورې د اخته کسانو شمېر کچه راټيټه او هغوی ته به هم د حضوري درسونو د پیل اجازه ورکړي.

د لوړو زده کړو وزیر دکتور عباس بصیر په دې مطبوعاتي کنفرانس کې د عامې روغتیا وزارت څخه د هېواد د تحصیلۍ بنسټونو د ټولو زدکړیالانو، استادانو او کارکوونکو ته د واکسین برابرولو له امله د مننې ترڅنګ وغوښتل چې د هېواد په ټولو برخو کې د واکسین د پلي کولو اسانتیاوې برابرې کړي او زدکړیالان باید له هغه اړخه خپل او نورو زدکړیالانو او د ټولنې د وګړو د خوندیتوب لپاره ترې ګټه واخلي.

نوموړي د واکسین د زیانونو په هکله شایعات چې د ځينې له خوا تبلیغ کېږي رد کړل او ویې وویل چې د خپل ځان په شمول د لوړو زده کړو ټول مشرتابه پلاوي کرونا واکسین ترلاسه کړی او تراوسه هېڅ کومه روغتیايي ستونزه نه لري. نوموړي له ټولو هېوادوالو په ځانګړي ډول له زدکړیالانو وغوښتل چې خپل روغتیايي سکتور باور وکړي او د هغوی پاملرنو او لارښوونو ته غوږ ونیسي.

د یادونې وړ ده چې د کرونا واکسین کامپاین د هېواد په ټولو مرکزي او ولایتي تحصیلي بنسټونو کې چې خصوصي دي او یا دولتي پیل شوی او دوو اوونیو لپاره به دوام ولري.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۳۰ - ۱۱:۳۰
Background image

کابل ښوونې او روزنې پوهنتون استادانو ته یو ورځنی ښوونیز- لارښودي ورکشاپ وړاندې شو!

 پنجشنبه، ۱۴۴۷،۹،۲ هـ.ق
د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون، علمي چارو معاونیت اړوند د استادانو مسلکي پراختیا آمریت له لوري د پوهنتون استادانو ته “د مقدمې لیکلو تګلاره: مسالې طرحه، هدف، اهمیت. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۷ - ۱۴:۲۰
Background image

ځواب او جایزه

سلسه علمی، آموزشی و تشویقی پوهنتون تعلیم و تربیه کابل

در این سلسله سوال مطرح می‌گردد و برای شخص که نخستین پاسخ درست دهد، جایزه داده می‌شود. 

به‌زودی…ان‌شاء الله
 از صفحات اجتماعی ما👇
. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۷ - ۱۲:۲۸
Background image

کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د ژمني تقویتي کورسونو دایرونکي استادان، کارمندان او مخکښ محصلین وستایل!

٢٨/٨/١٤٤٧، دوشنبه
د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون ژمني تقویتي کورسونو دایرونکو استادانو، د روان کال خزاني سمسټر ازموینې کمېټې غړو، تدریسي مدیرانو او مخکښو محصلینو د ستاینې غونډه د لوړو. . .

BACK TO NEWS