۱۴۰۰ کال، د زمري ۴مه، لوړو زده کړو وزارت

keu_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۰/۵/۵ - ۱۵:۳۷
hhh

 

د هېواد ټولو دولتي او خصوصي پوهنتونو کې د کورونا ویروس واکسین تطبیق پروسې په اړه لوړو زده کړو وزارت کې ناسته وشوه.

دغه ناسته کې د لوړو زده کړو وزارت د دولتي محصلانو رییس پوهنوال انجنیر محمد شریف امین، د خصوصي محصلانو رییس پوهندوی دوکتور خیبر سیفي، د نشرانو او عامه اړیکو سرپرست رییس او د وزارت ویاند پوهنیار حامد عبیدي، د عامې روغتیا وزارت د واکسین بهیر سلاکار ډاکټر احمد ناصر واثق او د مرکزي پوهنتونونو مرستیالانو؛ د کورونا واکسین د تطبیق پر بهیر خبرې وکړې.

د مرکزي پوهنتونونو مرستیالانو د ناستې ګډونوالو ته په یادو پوهنتونونو کې د واکسین بهیر د پیل په اړه معلومات ورکړل او زیاته یې کړه؛ چې دا پروسه دې لاچټکه شي.

د لوړو زده کړو وزارت د دولتي محصلانو رییس وویل چې تر راتلونکو دوه اونیو پورې به په ټولو دولتي پوهنتونونو کې محصلین واکسین شي.

د لوړو زده کړو وزارت ویاند او د نشراتو سرپرست رییس هم وویل چې د اړوندې برخې کاري ټیمونه هڅه کوي څو د ټولو پوهنتونونو کارکوونکي او محصلین واکسین شي. نوموړي زیاته کړه چې د واکسین تطبیق په موخه به د عامې روغتیا وزارت او ټولو دولتي او خصوصي پوهنتونونو سره همغږي لاچټکه کړي.

په ورته وخت کې د عامې روغتیا وزارت استازي هم ډاډ ورکړ چې دوی خورا ډېر واکسین لري او کولای شي تر راتلونکو لس ورځو په ټول هېواد کې د پوهنتونونو استادان، کارکوونکي او محصلین واکسین کړي.

د عامې روغتیا وزارت استازي زیاته کړه؛ هغه محصلین چې اوسمهال په ولایتونو کې دي، کولای شي په اړوندو ولایتونو کې واکسین ترلاسه کړي او پاتې نور به مرکز ته تر راستنېدو وروسته واکسین شي.

دا په داسې حال کې ده چې د لوړو زده کړو وزارت پرېکړې پر بنسټ ټاکل شوې د هېواد په هغو ولایتونو کې چې د کورونا ګواښ تر ۳۵ سلنې کم دی، د زمري میاشتې په ۱۶مه به حضوري درسونه پیل شي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۵ - ۱۱:۱۲
Background image

د نویو را بریالیو شویو محصلینو د نوملیکنې خبرتیا!

لوړو زده کړو وزارت د هدایت په اساس د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون هغو محصلینو ته چې د ۱۴۰۵ کال کانکور ازموینې له لارې یې د یاد پوهنتون نهه ګوني پوهنځیو ته لار موندلې ده، خبر ورکول کیږي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۴ - ۱۰:۱۹
Background image

کابل ښوونې او روزنې پوهنتون استادانو او اداري کارمندانو ته د عربې ژبې درې میاشتنی کورس پیل شو! 

 

سه شنبه- ۲۸،۱،۱۴۴۸ ه.ق
کابل ښوونې او روزنې پوهنتون، علمي چارو معاونیت اړوند د استادانو مسلکي پراختیا امریت له لوري د پوهنتون استادانو او اداري کارمندانو ته د ژبنيو مهارتونو د تقویت. . .

شنبه ۱۴۰۵/۴/۲۰ - ۱۴:۳۶
Background image

کابل ښوونې او روزنې پوهنتون استادانو ته یو ورځنی لارښودي ورکشاپ دایر  شو!

 

 کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د علمي چارو معاونیت اړوند د استادانو مسلکي پراختیا امریت له لوري د پوهنتون استادانو ته "د تألیفي کتابونو د لیکلو  طرحې پېژندنې" اړوند یو ورځنی لارښودي. . .

BACK TO NEWS