۱۴۰۰کال، د وږي ۱۰مه، لوړو زده کړو وزارت

keu_admin
چهارشنبه ۱۴۰۰/۶/۳۱ - ۱۰:۴۹
gg

د خصوصي لوړو زده کړو بنسټونو د حضوري درسونو د پیل په اړه د زده کړیالانو چارو د معینیت شورا ناسته، د دغه معینیت د سرپرست انجنیر سید اسماعیل روحاني په مشرۍ تر سره شوه.

په دغه ناسته کې چې د دولتي زده کړیالانو د چارو رییس پوهنوال انجنیر محمد شریف امین، د اکاډمیکو چارو د ارزونې او څار رییس پوهندوی دوکتور ولي محمد حنیف، د خصوصي زده کړیالانو د چارو رییس پوهندوی دوکتور خیبر سیفي او د زده کړیالانو چارو د معینیت سلاکار پوهنوال احمد ضیاء یوسفزي هم شتون درلود، د زده کړیالانو چارو د معینیت سرپرست انجنیر سید اسماعیل روحاني په دولتي او خصوصي پوهنتونونو کې د حضوري زده کړو د پیل د څرنګوالي په اړه خبرې وکړې او ویې ویل، چې ټول تحصیلي بنسټونه د اسلامي ارزښتونو په مراعاتولو مکلف دي او موږ په دې هڅه کې یو، چې ډېر ژر پوهنتونونه د زده کړیالانو پر مخ پرانیستل شي. هغه زیاته کړه، چې د کورونا ناروغۍ او همدارنګه د وروستیو بدلونونو له امله په زده کړو کې ډېر ځنډ رامنځته شو او منظم مهالوېش له خنډ سره مخ شو، چې د یاد ځنډ د جبران په پار یوې منظې چلنلارې او مهالوېش ته اړتیا ده.

انجنیر سید اسماعیل روحاني وویل، چې ټول د خصوصي لوړو زده کړو بنسټونه به د وږي په ۱۵مه نېټه، خپل حضوري درسونه پیل او د پسرلني سمېسټر د ازموینې او همدارنګه د خزاني سمېسټر لپاره د کانکور ازموینې مهالوېش به هم ډېر ژر خپور شي. د یادولو وړ ده، چې د دولتي پوهنتونونو د پیل په اړه به په نږدې راتلونکي کې پرېکړه وشي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۹:۱
Background image

ورزشي سیالۍ؛ د بدني اعداد په موخه!

چهارشنبه- ١٩،١١،١٤٤٧ ه.ق. 
 د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون نهه ګونو پوهنځیو ترمنځ د بدني اعداد په موخه د پیل شویو والیبال سیالیو پایلوبه د بدني روزنې او ورزشي علومو پوهنځي په بریا پای ته. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۴ - ۸:۴۰
Background image

کیفیت لوړاوي معیارونو ته پام؛ د تحصیلي بنسټونو مؤثریت!-٤ورځنی ورکشاپ

 

 یکشنبه- ١٤٤٧/١١/١٦هـ.ق. 
د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون رهبری، استادانو او اداري کارمندانو ته د کیفیت لوړاوي ١١ معیارونو د ښه تطبیق اړوند څلور ورځنی ورکشاپ پیل شو، چې هدف او موخه یې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۲ - ۱۰:۱۸
Background image

معیاري کتابتون؛ د علمي څېړنو اړتیا! -ښوونیز ورکشاپ

 دوشنبه- ١٤٤٧،١١،١٠ه.ق
د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون، څېړنو او علمي مجلو معاونیت اړوند عمومي کتابتون امریت له لوري د نهه ګوني پوهنځیو کتابتونونو مسؤلینو ته "د معیاري کتابتون پېژندنه،. . .

BACK TO NEWS