۱۴۰۰کال، د مرغومې ۲۳مه

keu_admin
پنجشنبه ۱۴۰۰/۱۰/۳۰ - ۱۴:۲۶
ddd

 

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر مولوي عبدالباقي حقاني په یوه خبري کنفرانس کې، د پوهنتونونو د پیلېدو او د دغه وزارت د لاسته راوړنو په اړه خبریالانو ته معلومات ورکړل او د هغوی پوښتنو ته یې ځوابونه وویل.

مولوي عبدالباقي حقاني په دغه خبري کنفرانس کې وویل، چې د ا.ا.ا د اسلامي ارزښتونو په مراعاتولو سره د نارینه او ښځینه زده کړیالانو زده کړو ته ژمن دی. هغه زیاته کړه، چې تر دې مهاله د پوهنتونونو د نه پیلېدو یوازینی لامل اقتصادي ستونزې وې، چې ډېر ژر به د دغو ستونزو په حل سره د ټولو زده کړیالانو پر مخ د پوهنتونونو دروازې پرانیستل شي.

همدارنګه د لوړو زده کړو سرپرست وزیر مولوي عبدالباقي حقاني د ا.ا.ا له حاکمیت وروسته په لاندې ډول د دغه وزارت ځينو عمده لاسته راوړنو ته اشاره وکړه:

1. د نړیوالې ټولنې د همکاریو د راجلبولو په پار د ترکیې، اېران، پاکستان او ... هېوادونو له سفیرانو او همدارنګه د سره صلیب له مسوولانو سره یې ناستې درلودې او د لوړو زده کړو د پرمختګ لپاره یې د هغوی همکارۍ راجلب کړې او له هغوی څخه یې وغوښتل چې د علم او زده کړو په برخه کې خپلې تجربې له موږ سره شریکې کړي.

2. د خصوصي پوهنتونونو او لوړو زده کړو موسسو درسونه پیل او په مختلفو څانګو کې زرګونه ښځينه او نارینه محصلان په زده کړو بوخت دي.

3. د اسنادو د ارزونې پر اساس د یو شمېر دولتي پوهنتونونو فارغینو ته ډېپلومونه ووېشل شول او د بیرون مرزي اسنادو د ارزونې لپاره کمیسیون جوړ شو.

4. د لوړو زده کړو وزیر پاکستان او اوزبکستان ته سفر وکړ او په هغو هېوادونو کې یې د افغان محصلانو ستونزې حل کړې.

5. د علمي ترفعیاتو لپاره د ۱۱۸ پروپوزلونو طی مراحل کول (تمویل، څېړنه، ترفیعي څېړنه، تالیف او ترجمه)

6. د ۱۱۶۱ درسي کتابونو چاپول

7. د خصوصي پوهنتونونو د غوښتنې پر اساس د مخلوط درسي نظام د مخنیوي طرحه تعدیل، منظوره او عملي شوه

8. په دولتي پوهنتونونو کې ۱۵ د ماسټري پروګرامونه، یوه د لېسانس په کچه پوهنځۍ او ۱۵ د لېسانس په کچه ډېپارټمنټونه ایجاد شوي دي

9. په خصوصي پوهنتونونو کې د ۳ لېسانس پروګرامونو ایجادول

10. د طبي شورا خروجي ازموینه، د دغې شورا په مرستې سره، واخیستل شوه

11. په کادري روغتونونو کې له ۲۹۰۰ ډاکټرانو څخه د اکمال تخصص ازموینه واخیستل شوه

12. تقریباً له ټولو خصوصي پوهنتونونو څخه د محصیلنو د اساس کتابونه، چې له ۱۳۹۸کال راپدیخوا نه وو سپارل شوي، راټول شوي دي

13. له خصوصي پوهنتونونو څخه، تقریباً ۴سوه د نتایجو کتابونه راټول شوي دي

14. د اسلامي ثقافت نصاب نهايي شوی او پر نورو کار روان دی

15. د دولتي پوهنتونونو د امنیت ساتنې په موخه، یوه نظامي قطعه جوړه شوې او لازمې زده کړې ورکړل شوي دي

16. کادري روغتونونه فعال دي، تر ممکن حده اکمال شوي، په دې وروستیو کې د پاکستان هېواد له لوري ۴ لارۍ د طبي وسایلو مرسته شوې، چې تر یوې کچې به زموږ د روغتنونو ستونزې هوارې کړي.

17. د خصوصي لوړو زده کړو بنسټونو د ۵۳۵۵ ډېپلومونو، سرټیفکیټونو او ټرانسکرېپنونو طی مراحل کول

18. د ۶ دولتي او خصوصي تحصیلي بنسټونو او مرکزي ادارو څېړل او تفتیش کول

19. لنډمهاله روزنیزو پروګرامونو ته د ۷ استادانو معرفي کول

20. له هېواده بهر د ماسټري پروګرامونو ته د ۶۹ استادانو ورمعرفي کول

21. له هېواده بهر د ماسټري پروګرامونو ته د ۶۲ او دوکتورا ته د ۲تنو د ازادې سیالۍ له لارې او د شرایطو وړ دولتي ادارو د کار کوونکو ورمعرفي کول

22. له هېواده بهر د دوکتورا پروګرام لپاره د ۵۰ استادانو ورمعرفي کول

23. له هېواده بهر د لېسانس په کچه تحصیلي بورسونو ته د ۸۴ ځوانان ورمعرفي کول

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د پورته لاسته راوړنو په وړاندې کولو سره وویل، چې د افغانستان ودانول او پرمختګ په معیاري تحصیلي نظام پورې تړلی دی. لوړو زده کړو وزارت د دې هوډ لري، چې د تحصیلي سکټور پر وړاندې خنډونه له منځه یوسي او د تحصیلي نظام د معیاري کولو له لارې د هېواد راتلونکې روښانه کړي.

دغه خبري کنفرانس د خبریالانو په پوښتنو او د لوړو زده کړو سرپرست وزیر له لوري د ځوابونو په ورکولو سره پای ته ورسېد.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۳ - ۱۳:۴۰
Background image

کابل ښوونې او روزنې پوهنتون علمي چارو مرستیال له هغو استادانو سره چې له بېلابېلو ولایتونو راغلي او پوهنتون کې لیلې ژوند لري، غونډه ترسره کړه!

 

 یکشنبې ورځ د ٢٣/٦/١٤٤٧ ه.ق چې له ٢٣/٩/١٤٠٤ ه.ش نېټې سره سمون لري د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون علمي چارو مرستیال ښاغلي مولوي احسان الله"ناصح" له هغو استادانو سره ځانګړې غونډه وکړه. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۳ - ۱۳:۳۵
Background image

د لوړو زده کړو وزارت د کارکوونکو چارو ریاست د ښوونې او ظرفیت لوړونې آمریت له لوري د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د کارکوونکو چارو آمریت په همغږۍ د یاد پوهنتون اداري برخو آمرینو او کارمندانو  ته "په اداري کارونو کې د کمپیوټر څخه د ګټه اخیستلو" ترسرلیک لاندې

یکشنبې په ورځ د ٢٣/٦/١٤٤٧ ه.ق. چې له ٢٣/٩/١٤٠٤ ه.ش نېټې سره سمون لري د لوړو زده کړو وزارت د کارکوونکو چارو ریاست د ښوونې او ظرفیت لوړونې آمریت له لوري د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د. . .

شنبه ۱۴۰۴/۹/۲۲ - ۱۴:۳۷
Background image

د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون استادانو مقالې!

عنوان: بررسی تأثیر آموزش صریح بر عملکرد تحصیلی شاگردان ناشنوا

محقق: پوهندوی خواجه سردار "صدیقی" عضو کادر علمی دیپارتمنت روانشناسی و تعلیم و تربیه ناشنوایان

چکیده:
این تحقیق با هدف. . .

BACK TO NEWS