کادرې بست ته د شمولیت لپاره علمي کنفرانس
شهید استاد رباني ښوونې او روزني پوهنتون د ژبو او ادبیاتو پوهنځي د دري څانګې د یو کادري بست د اعلان پر اساس، د ۱۳۹۹ کال چهارشنبې ورځ د کب په ۲۷مه، د فارسي دري ژبې او ادبیاتو ډاکټرې آغلې ام فروه موسوي د شمولیت پروسې له بریالي بشپړېدو وروسته، د "د مهاجرت داستاني ادبیاتو د پېژندنې بهیر" په نوم خپل علمي کنفرانس وړاندې کړ.
په یاد کنفرانس کې د پوهنتون علمي چارو مرستیال ښاغلي جمشیدخان رشیدي، د دري څانګې استادانو او یو شمېر محصلانو ګډون کړی و. د کنفرانس د ټاکلي هیئت له لوري مثبت و ارزول شو.