کادري بست ته د شمولیت لپاره علمي کنفرانس
د علمي کنفرانس وړاندې کول د علمي کادرونو ته د داخلېدو یو له شرایطو څخه دی، ښاغلي حکمت الله له خوا، چې مخکې د آزدو سیالییو آزموینې له لارې د اختصاصي تعلیماتو پوهنځي د اروا پوهنې او تعلیم تربیې ذهني وروسته پاتی څانګې علمي کادر ته لار موندلې وه، د ۱۳۹۹کال د یکشنبې په ورځ د سلواغۍ په ۱۲مه، خپل علمي کنفرانس (د ښوونې او روزنې ذهني پلوه د وروسته پاتی ماشومانوعمده ځانګړتیاوې) ترسر لیک لاندې وړاندي کړ٬ چي غونډه کی د ژوي هئیت هر یوه ښاغلي پوهاند مقصود جویا، د اختصاصي پوهنځي رییس ښاغلي پوهنیار بهرام شمس ، د طبیعي علومو رییس ښاغلي اسدالله فروغ ، د استادانو آمر ښاغلي پوهنیارنجیب الله بیکزاد او د نوموړي پوهنځي یو شمیر استادانو په ګډون سره، خپل کنفرانس وړاندې ګر، چې د کنفرانس په پایله کې د ژوري هئیت له خوا نوموړي بریالي وبلل شو. غونډه د خیر په دعا سره پاي ته ورسیده.