کابل ښوونې او روزنې پوهنتون کې د پوهنځيو رئیسانو او HEMIS سیسټم چارو څارنې کمېټې غړو ته روزنیر ترنېنګ ورکړل شو!

keu_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۵/۲ - ۱۳:۵۷
12332

چهارشنبې ورځ د 1/1/1445 هـ.ق چې، له 28/4/1402 هــ.ش سره سمون لري، د پوهنتون معلوماتي تکنالوژۍ څانګې د نهه ګونو پوهنځيو رئیسانو او د (HEMIS) معلوماتي سیسټم چارو څارنې کمېټې غړو ته د نوموړي سیسټم چارو ارزونې او څارنې تر سرلیک لاندې روزنیز ترنېنګ جوړ کړ.

په پیل کې د پوهنتون مالي او اداري چارو مرستیال ښاغلي عبدالرحیم “زبیر” د HEMIS سیسټم ګټو، ښېګڼو او هغو آسانتیاوو په اړه خبرې وکړې چې، د 1397هـ.ش کال را په دې خوا د نوموړي سیسټم په پلې کېدو سره د پوهنتون محصلانو چارو کې رامنځته شوې دي

ښاغلي “زبیر” د محصلانو چارو معاونیت رهبرۍ او پوهنځیو رئیسانو څخه غوښتنه وکړه، تر څو د نوموړي سیسټم په ښه توګه پلي کېدلو، ستونزو په ګوته کولو، د چارو په څارنه او ارزونه کې جدي ګامونه پورته او د نوموړي سیسټم د پلي کېدو ټیم غړو سره هر اړخیزه مرسته وکړي.

ورپسې د پوهنتون معلوماتي تکنالوژۍ څانګې آمر ښاغلي محمدمنصور “واحدي” په ورځنیو چارو کې د معلوماتي تکنالوژۍ په وسیله د آسانتیاوو رامنځته کولو په اړه خبرې وکړې او د لوړو زده کړو وزارت په کچه د مرکزي(Centralized systems) سیسټمونو په رامنځته کولو یې ټینګار وکړ زیاته یې کړه چې، د یاد پوهنتون له ټولو استادانو، کارمندانو او محصلانو په درنښت هیله کوو چې، له HEMIS سیسټم څخه په ګټه اخیستلو سره د محصلانو او اداري چارو آسانتیا او روڼتیا په برخه کې پوره ګټه پورته او په پلي کېدو کې یې همکاري وکړي؛ ځکه چې تکنالوژي د علم زده کړې، پرمختګ، امانت دارۍ او په نړیواله کچه د چارو آسانه کولو لپاره ښه وسیله ده، باید هڅه وکړو چې د نوموړي سیسټم او تکنالوژۍ نورو ښېګڼو څخه په مثبتې ګټې اخیستنې سره د پوهنتون چارې په نړیوالو معیارونو برابرې او آسانه کړو، په دې کار سره به مو روڼتیا رامنځته، امانت دارۍ ته به غاړه کېږدو او ځان به له نړۍ سره سیال کړو.

وروسته، د (HEMIS) معلوماتي سیسټم مسؤول او ترېنر ښاغلي حکمت ‌الله همت د نوموړي سیسټم د ارزښت او ښېګڼو په اړه خبرې وکړې، د پوهنتون رهبرۍ او پوهنځیو رئیسانو ته یې ډاډ ورکړ چې، د نوموړي سیسټم HEMIS په ښه توګه پلي کېدو او غني کېدو په برخه کې تل د پوهنتون او لوړو زده کړو وزارت په چوپړ کې دی، د دې سیسټم او تکنالوژۍ په وسیله د پوهنتون په ورځنیو چارو کې د پرمختګ او آسانتیاوو رامنځته کولو په برخه کې به له هېڅ ډول زیار او هڅو درېغ ونکړي.

په دویمه برخه کې دغه یو ورځنی ترنېنګ عملاً پیل او په پای کې د غونډې ګډونکوونکو ته د سرټیفیکټونو وېش او دعایې په ویلو سره پای ته ورسېده.

د یادونې وړ ده چې د هېواد په کچه د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون لومړنی پوهنتون دی، چې د محصلانو ټول اسناد یې له 1397 کال را په دې خوا په HEMIS سیسټم کې ثبت او له 1400 هـ.ش کال له پیل یې ټولې ورځنۍ چارې په عملي ډول له کاغذي سیسټم څخه آنلاین بڼې ته اړولې دي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۳۰ - ۱۱:۳۰
Background image

کابل ښوونې او روزنې پوهنتون استادانو ته یو ورځنی ښوونیز- لارښودي ورکشاپ وړاندې شو!

 پنجشنبه، ۱۴۴۷،۹،۲ هـ.ق
د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون، علمي چارو معاونیت اړوند د استادانو مسلکي پراختیا آمریت له لوري د پوهنتون استادانو ته “د مقدمې لیکلو تګلاره: مسالې طرحه، هدف، اهمیت. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۷ - ۱۴:۲۰
Background image

ځواب او جایزه

سلسه علمی، آموزشی و تشویقی پوهنتون تعلیم و تربیه کابل

در این سلسله سوال مطرح می‌گردد و برای شخص که نخستین پاسخ درست دهد، جایزه داده می‌شود. 

به‌زودی…ان‌شاء الله
 از صفحات اجتماعی ما👇
. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۷ - ۱۲:۲۸
Background image

کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د ژمني تقویتي کورسونو دایرونکي استادان، کارمندان او مخکښ محصلین وستایل!

٢٨/٨/١٤٤٧، دوشنبه
د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون ژمني تقویتي کورسونو دایرونکو استادانو، د روان کال خزاني سمسټر ازموینې کمېټې غړو، تدریسي مدیرانو او مخکښو محصلینو د ستاینې غونډه د لوړو. . .

BACK TO NEWS