کابل ښوونې او روزنې پوهنتون په یوه اوونۍ کې!

hamid
پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۲۷ - ۱۱:۳۰
sdf753

شنبه:

جمعې ورځ د ٢١/١٠/١٤٠٣ هـ.ش چې له ٩/٧/١٤٤٦ هـ.ق نېټې سره سمون لري د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون محصلینو د علمي او تاریخي سفر وروستۍ ورځ په ترڅ کې کندهار ولایت کې له بېلابېلو دیني، فرهنګي، علمي او تاریخي ځایونو څخه لیدنه وکړه.

یکشنبه:

یکشنبې ورځ د ٢٣/١٠/١٤٠٣ هـ.ش چې له ١١/٧/١٤٤٦ هـ.ق نېټې سره سمون لري د Helping Hand شرکت په مرسته د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د اوبو فلټر افتتاح وشوه چې یو ساعت کې به ٤٠٠٠ لېتره اوبه تصفیه کوي.

دوشنبه:

دوشنبه ورځ د ١٢/٧/١٤٤٦ ه.ق چې له ٢٤/١٠/١٤٠٣ ه.ش نېټې سره سمون لري د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون مالي او اداري چارو معاونیت د کارکوونکو چارو آمریت لخوا نویو ګومارل شویو اداري کارمندانو ته په" اداري کارونو کې له ورد، پاورپاینټ او انترنټ څخه د ګټې اخیستنې" ترسرلیک لاندې یو ورځنۍ روزنیز ورکشاپ دایر شو.

سه شنبه:

سې شنبې ورځ د ۲۵/۱۰/١٤٠٣ ه.ش چې له ۱۳/۷/١٤٤٦ ه.ق نېټې سره سمون لري د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د اداري برخو کارمندانو ته د (قرانکریم ترجمې او تفسیر) درسونو په جریان کې په "البقرة سورت" کې په اسلام مبارک دین کې د قصاص شرایطو اړوند ترجمه او تفسیر د پوهنتون مالي او اداري چارو مرستیال ښاغلي مولوي حضرت ولي "ملنګ" لخوا تدریس شوه.

چهارشنبه:

کابل ښوونې او روزنې پوهنتون علمي کادري بستونه اعلان ته وسپارل شول.

پنج شنبه:

کابل ښوونې او روزنې پوهنتون اداري کارمندانو د لوړو زده کړو وزارت د کارکوونکو چارو ریاست لخوا د(کار له چاپېریال سره د آشنایي) ترسرلیک لاندې جور شوي ورکشاپ کې ګډوون وکړ.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۵ - ۱۱:۱۲
Background image

د نویو را بریالیو شویو محصلینو د نوملیکنې خبرتیا!

لوړو زده کړو وزارت د هدایت په اساس د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون هغو محصلینو ته چې د ۱۴۰۵ کال کانکور ازموینې له لارې یې د یاد پوهنتون نهه ګوني پوهنځیو ته لار موندلې ده، خبر ورکول کیږي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۴ - ۱۰:۱۹
Background image

کابل ښوونې او روزنې پوهنتون استادانو او اداري کارمندانو ته د عربې ژبې درې میاشتنی کورس پیل شو! 

 

سه شنبه- ۲۸،۱،۱۴۴۸ ه.ق
کابل ښوونې او روزنې پوهنتون، علمي چارو معاونیت اړوند د استادانو مسلکي پراختیا امریت له لوري د پوهنتون استادانو او اداري کارمندانو ته د ژبنيو مهارتونو د تقویت. . .

شنبه ۱۴۰۵/۴/۲۰ - ۱۴:۳۶
Background image

کابل ښوونې او روزنې پوهنتون استادانو ته یو ورځنی لارښودي ورکشاپ دایر  شو!

 

 کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د علمي چارو معاونیت اړوند د استادانو مسلکي پراختیا امریت له لوري د پوهنتون استادانو ته "د تألیفي کتابونو د لیکلو  طرحې پېژندنې" اړوند یو ورځنی لارښودي. . .

BACK TO NEWS