کابل ښوونې او روزنې پوهنتون (١٤٠٤) کال د نهه ګوني پوهنځیو د لېسانس دورې محصلینو فراغت او نویو کامیاب شویو محصلینو د ښه راغلاست شانداره غونډه ترسره شوه !

hamid
چهارشنبه ۱۴۰۴/۶/۵ - ۱۱:۳۹
sghfhf

 سې شنبې ورځ ٢/٣/١٤٤٧ هــ ق چې له ٤/٦/١٤٠٤ ه.ش نېټې سره سمون لري د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د نهه ګوني پوهنځیو څخه د (٤٥٠) تنو محصلینو د فراغت او(٢٣٠٠) تنو نویو کامیاب شویو محصلینو د ښه راغلاست غونډه د لوړو زده کړو وزارت علمي او مالي او اداري چارو معینانو، اطلاعاتو او کلتور وزارت ځوانانو چارو معین، مرکزي پوهنتونو رئیسانو، د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون رئیس، معاونینو، پوهنځیو رئیسانو، استادانو، فارغ شویو محصلینو او د هغوی کورینو او نویو کامیاب شویو محصلینو په ګډون ترسره شوه.

غونډه د قرآنکریم د څو مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شو.

د غونډې په پیل کې د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون رئیس ښاغلي شیخ الحدیث سید بشیر آغا"هاشمي" د پیل وینا وکړه، ټولو ګډونوالو ته د ښه راغلاست ترڅنګ یې، محصلینو ته او د هغوی کورنیو ته یې د دې ویاړلې ورځې او لېسانس سند اخیستلو مبارکي ورکړه او نویو کامیاب شویو محصلینو ته یې ښه راغلاست وویل، زیاته یې کړه: قدرمنو محصلینو! هیله لرو چې خپله څلور کلنه تحصیلي دوره په بریالی توګه پای ته ورسوئ. همدارنګه یې خپلو خبرو کې د ا.ا له فتحې وروسته په کابل ښوونې او روزنې پوهنتون کې د لېسانس، ماسټرۍ او دوکتورا برنامو د اېجادېدلو اړوند هراړخیزې خبرې وکړې، وروسته یې خپلو خبرو کې محصلینو ته په ژوند کې د اهدافو لاسته راوړلو، احترام، اخلاقو، تر دوکتورا سطحې د زده کړو کولو اړوند اړیني سپارېښتنې وکړې.

وروسته، د لوړو زده کړو وزارت علمي معین ښاغلي شیخ الحدیث ضیاالرحمن"الااریوبي" په خپلو خبرو کې محصلینو ته مبارکي ورکړه او د هغوی له کورنیو څخه یې منندویي وکړه چې خپلو بچیو ته د تحصیل زمینه برابروي او د هغوي پوره ملاټر کوي، خپلو خبرو کې یې زیاته کړه: خوشحال یم چې داسې غونډه کې ګډون کوم چې د هېواد ځوانان د علم حاصلولو لپاره خپل یو قدم پورته کوي او ا.ا.ا په هېواد کې د زده کړو پرمختګ لپاره په زیادو برخو کې د لېسانس، ماسټرۍ او دوکتورا نوې برنامې را منځته کړي.

همدارنګه، د لوړو زده کړو وزارت مالي او اداري چارو معین ښاغلي الحاج حافظ مولوي محمدحامد "حسیب" محصلینو ته د فراغت مبارکۍ او نویو کامیاب شویو محصلینو ته د ښه راغلاست ترڅنګ یې ټینګار وکړ چې د علم لار تعقیب کړئ او د ماسټرۍ او دوکتورا تر کچې زده کړې وکړئ. زیاته یې کړه: زمونږ هېواد تاسو ته اړتیا لري او د خپل علم له لارې هېواد ته د خدمت جوګه وګرزئ.

د غونډې په جریان کې، ښاغلي مولوي محمدیونس "راشد" د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ځوانانو چارو معین د علم ارزښت اړوند هراړخیزې خبرې وکړې.

په پای کې د فراغت غونډه محصلینو ته د تصدیق پاڼو په ورکړې سره پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱۷ - ۱۳:۳۹
Background image

کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د اسلامي علومو پوهنځي علمي شورا غونډه ترسره شوه!

چهار شنبې ورځ د ١٧/١٠/١٤٠٤ ه.ش چې له ١٧/٧/١٤٤٧ ه.ق نېټې سره سمون لري د اسلامي علومو پوهنځي د علمي شورا نوبتي غونډه د علمي چارو مرستیال، پوهنځي رئیس، د څانګو آمرینو او استادانو په ګډون. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱۶ - ۱۵:۲
Background image

کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د علمي چارو معاونیت اړوند د استادانو مسلکي پراختیا آمریت له لوري د پوهنتون استادانو لپاره ( عملي او تجربوي زده‌کړې تکتیکونه) ترسرلیک لاندې یو ورځنۍ ورکشاپ وړاندې شو!

 

سې شنبې ورځ ١٦/٧/۱۴۴۷ هــ ق چې له ١٦/١٠/١٤٠٤ ه.ش نېټې سره سمون لري د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د علمي چارو معاونیت اړوند د استادانو مسلکي پراختیا آمریت له لوري د پوهنتون استادانو. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱۴ - ۱۴:۷
Background image

کابل ښوونې او روزنې پوهنتون محصلانو چارو معاونیت اړوند د نه ګوني پوهنځیو له تدریسي مدیرانو سره غونډه ترسره شوه!

 

یکشنبې ورځ د ١٤/١٠/١٤٠٤ ه.ش چې له ١٤/٧/١٤٤٧ ه.ق نېټې سره سمون لري د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون محصلانو چارو معاونیت اړوند د نه ګوني پوهنځیو له تدریسي مدیرانو سره د(اچ-ای- ام-آی- اس. . .

BACK TO NEWS