کابل ښوونې او روزنې پوهنتون ١٤٠٣کال نويو کامیاب شویو محصلینو ته د ښه راغلاست غونډه ترسره کړه!

keu_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۶/۲۷ - ۹:۳۳
123

 یکشنبې ورځ د ١٢/٣/١٤٤٦ ه.ق. چې له ۲۵/٦/١٤٠٣ ه.ش. نېټې سره سمون لري د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د ١٤٠٣کال هغه محصلینو ته چې د پوهنتون بېلابېلو پوهنځیو ته نوي بریالي شوي دي، د ښه راغلاست غونډه ترسره شوه.

په یاده غونډه کې د لوړو زده کړو وزارت وزیر، مالي اداري چارو معین، رئیسانو، کابل ښوونې او روزنې پوهنتون رئیس،معاونینو، د پوهنځیو رئیسانو، اداري آمرینو، استادانو او محصلینو ګډون درلود.

لومړۍ، د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون رئیس ښاغلي شیخ الحدیث سید بشیر آغا "هاشمي" محصلینو ته د مبارکۍ تر څنګ، له استادانو او کورنۍ سره د ښو اخلاقو، مسلکي زده کړو، د عصری زده کړو تر څنګ د دیني زده کړو، له کتابتون او لابرتوارو څخه د ګټه اخیستلو او د پوهنتون اصولو او قوانینو مطابق د درسونو مخته وړلو اړوند اړینې سپارېښتنې وکړې.

وروسته، د لوړو زده کړو وزارت سرپرست وزیر ښاغلي شیخ الحدیث مولوي نداء محمد"ندیم" صاحب نويو کامیاب شویو محصلینو ته د ښه راغلاست تر څنک، محصلینو ته وویل تاسو د هېواد راتلوونکي یاستئ، خپلې زده کړې په منظمه توګه مخته یوسئ او کوښښ وکړئ وروسته له څلورو کالو تحصیلي دورې د لوی علم او شخصیت خاوندان شئ.

همدارنګه، د لوړو زده کړو وزارت مالي او اداري چارو معین ښاغلي حافظ حسیب"حامد" محصلینو ته د مبارکۍ تر څنګ د علم ارزښت اړوند هراړخیزې ویناوې وکړې.

د غونډې په جریان کې د وزارت بېلابېلو ریاستونو رئیسانو او د پوهنتون علمي چارو معاون لخوا د څلور کلنې تحصیلي دورې اړوند هراړخیزې خبرې وشوې

د غونډې په پای کې هغه محصلین چې نه ګوني پوهنځیو ته په لوړو نمرو کامیاب شوي ول د ستاینلیکونو په ورکړې سره ونازول شول.

غونډه د دعایې په ویلو سره پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۳/۶/۲۸ - ۱۵:۳۰
Background image

د مالي او اداري چارو معاونیت بشري سرچینیو آمریت له لوري د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د اداري بستونو ازموینه واخېستل شوه!

د مالي او اداري چارو معاونیت د بشري سرچینیو آمریت لخوا د کابل ښوونې او روزنې د اداري بستونو ازموینې اخیستلو بهیر د چهارشنبې ورځ ١٥/٣/۱۴۴۶ هــ.ق. چې له ٢٨/٦/١٤٠٣ ه.ش. نېټې سره سمون لري د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۶/۲۷ - ۹:۳۶
Background image

په اکاډمیکو ځایونو کې د مهربانۍ او شفقت شتون!

نن ورځ د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د محصلینو فراغت غونډه کې هغه محصل چې له جسمي حالته کمزورۍ وو او بیا یې هم خپلو زده کړو ته دوام ورکړئ چې د کانکور ازموینه کې پوهنتون ته بریالی شو، د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۶/۲۷ - ۹:۳۳
Background image

کابل ښوونې او روزنې پوهنتون ١٤٠٣کال نويو کامیاب شویو محصلینو ته د ښه راغلاست غونډه ترسره کړه!

 یکشنبې ورځ د ١٢/٣/١٤٤٦ ه.ق. چې له ۲۵/٦/١٤٠٣ ه.ش. نېټې سره سمون لري د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د ١٤٠٣کال هغه محصلینو ته چې د پوهنتون بېلابېلو پوهنځیو ته نوي بریالي شوي دي، د ښه. . .

BACK TO NEWS