کابل ښوونې او روزنې پوهنتون محصلینو د علمي او تاریخي سفر وروستۍ ورځ په ترڅ کې کندهار ولایت کې له بېلابېلو دیني، فرهنګي، علمي او تاریخي ځایونو څخه لیدنه وکړه!
جمعې ورځ د ٢١/١٠/١٤٠٣ هـ.ش چې له ٩/٧/١٤٤٦ هـ.ق نېټې سره سمون لري د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون محصلینو د علمي او تاریخي سفر وروستۍ ورځ په ترڅ کې کندهار ولایت کې له بېلابېلو دیني، فرهنګي، علمي او تاریخي ځایونو څخه لیدنه وکړه.
یاد سیر علمي چې د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون محصلانو چارو مرستیال، اطلاعاتو، نشراتو او عامه اړیکو او د دعوت او ارشاد څانګو آمرینو په لارښونه ترسره شو د یاد علمي سفر اړوند یې خوښي څرګنده کړه: زیاته یې کړه په دې علمي سفر کې محصلین له د هېواد درې (غزني، زابل او قندهار) ولایتونو له بېلابېلو تاریخي، دیني او علمي ځایونو سره بلدتیا پیدا کړه، چې د محصلینو تحصیلي دورې ظرفیت لوړاوي برخه کې خورا مهم ګام وو.
یاد سیر علمي په وروستۍ ورځ محصلینو په قندهار ولایت کې د خرقې مبارکې لیدلو ترڅنګ د علامه حبیبي کتابتون، میرویس خان نیکه او احمدشاه بابا
له زیارتونو ته هم ولاړل او په خپلو تحصیلي دوره کې یې یاد علمي سفر یې خورا مهم او له لاسته راوړنو ډک وباله.