کابل ښوونې او روزنې پوهنتون مالي او اداري چارو  مرستیال د یاد معاونیت اړوند کارمندانو سره غونډه ترسره کړه!

hamid
یکشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱۴ - ۱۴:۳
sdfsaas

یکشنبې ورځ د ١٤/١٠/١٤٠٤ ه.ش چې له ١٤/٧/١٤٤٧ ه.ق نېټې سره سمون لري د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون مالي او اداري چارو  مرستیال د یاد معاونیت اړوند کارمندانو سره غونډه ترسره کړه.

غونډه د قرانکریم د څو مبارکو آیاتونو په تلاوت سره پیل شوه.

لومړۍ، د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د مالي او اداري چارو مرستیال، ښاغلي مولوي خالد "عزیزي" غونډې ګډونوالو ته د ښه راغلاست ترڅنګ، ټولو مسؤولینو ته په منظمه توګه د دندو مخته وړلو، په نبوي سنتو د سیرت او صورت برابرولو، په اداري کارونو کې د صداقت کولو، کارمندانو حاضری او ادارو ترمنځ د همغږۍ اړوند اړینې سپارېښتنې وکړې.
وروسته، د غونډې ګډونوالو د لاندې موضوعاتو:
١٤٠٤ کال د درېیمې ربعې د فعالیتونو او لاسته راوړنو ګزارش، د ١٤٠٥ کال کاري پلان جوړولو، په جماعت او اصلاحي درسونو کې د کارمندانو ګډون، آمریتونو ترمنځ د همغږۍ، د ١٤٠٥ کال ټولو دفاترو نیازمندی معلومولو او مالي او اداري معاونیت ته د میاشتني فعالیتونو او لاسته راوړنو د ګزارشونو لېږلو اړوند بحث او خبرې وکړې.

غونډه د دعایې په ویلو سره پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳۱ - ۱۴:۱۹
Background image

علمي شورا؛ د علمي او تحقیقي ودې په موخه د ستراتېژیک پلان کمېټې بورد غني کېږي!

یکشنبه- ۵،۱،۱۴۴۸ ه.ق

د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د ۱۴۰۵-۱۴۱۰ ه-.ش کلونو د ستراتېژیک پلان د تهیې او ترتیب په موخه د جوړ شوي بورد د غني کېدو په موخه یاد بورد ته لوړ رتبه علمي شخصیتونه. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۳ - ۱۱:۳
Background image

کابل ښوونې او روزنې پوهنتون له البیروني پوهنتون سره د همکارۍ هوکړه وکړه! 

شنبه- ٢٧،١٢،١٤٤٧ ه.ق 
د اکاډمیکو او علمي مرکزونو د پیاوړتیا په موخه د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون او کاپیسا البیروني پوهنتون ترمنځ په علمي، څېړنیزو او اداري ډګرونو کې د همکارۍ، نصاب. . .

BACK TO NEWS