کابل ښوونې او روزنې پوهنتون ماسټرۍ برنامو محصلینو ته د " څېړنې میتود، پروپوزل لیکنې، تېزس لیکنې او د SPSS او MXQDA ابزارو څخه په ګټه اخیستنې سره د کمي او کیفي څېړنې روشونو کارونې" سره د بلدتیا په پار ٢١ ورځنۍ علمي ورکشاپ پیل شو!

hamid
یکشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۱۴ - ۱۴:۳۸
asdf6hgsf

یکشنبې ورځ د ٣/٨/١٤٤٦ ه.ق چې له ١٤/١١/١٤٠٣ ه.ش نېټې سره سمون لري د څېړنې میتیود، پروپوزل لیکنې، تېزس لیکنې او د SPSS او MXQDA ابزارو څخه په ګټه اخیستنې سره د کمي او کیفي څېړنې روشونو کارونې" سره د بلدتیا په پار ٢١ ورځنۍ علمي ورکشاپ پیل شو!

ورکشاپ غونډه د قرآنکریم د څو مبارکو آیاتونو په تلاوت سره د علمي چارو مرستیال، فوق لېسانس برنامو آمر، استادانو او محصلینو په ګډون پیل شوه.

لومړۍ، د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د علمي چارو مرستیال ښاغلي پوهنمل دوکتور قدرت الله"عمرخیل" په خپلو خبرو کې د فوق لېسانس برنامو له مسؤولینو او استادانو څخه مننه وکړه چې یاد ورکشاپ یې پیل کړ او محصلینو ته یې د ورکشاپ ارزښت، د څېړنې روشونو، د مطالعې وخت پېژندلو او په معیاري بڼه د تېزسونو جوړولو اړوند اړینې سپارېښتنې وکړې.

یاد ورکشاپ چې درې اوونۍ به دوام وکړي او محصلینو سره به د(څېړنې میتود، پروپوزل لیکنې، تېزس لیکنې، څېړنې روشونو، کمي او کیفي څېړنې او SPSS او MXQDA ابزارو اړوند) موضوعات به له محصلینو سره شریک شي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۵ - ۱۱:۱۲
Background image

د نویو را بریالیو شویو محصلینو د نوملیکنې خبرتیا!

لوړو زده کړو وزارت د هدایت په اساس د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون هغو محصلینو ته چې د ۱۴۰۵ کال کانکور ازموینې له لارې یې د یاد پوهنتون نهه ګوني پوهنځیو ته لار موندلې ده، خبر ورکول کیږي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۴ - ۱۰:۱۹
Background image

کابل ښوونې او روزنې پوهنتون استادانو او اداري کارمندانو ته د عربې ژبې درې میاشتنی کورس پیل شو! 

 

سه شنبه- ۲۸،۱،۱۴۴۸ ه.ق
کابل ښوونې او روزنې پوهنتون، علمي چارو معاونیت اړوند د استادانو مسلکي پراختیا امریت له لوري د پوهنتون استادانو او اداري کارمندانو ته د ژبنيو مهارتونو د تقویت. . .

شنبه ۱۴۰۵/۴/۲۰ - ۱۴:۳۶
Background image

کابل ښوونې او روزنې پوهنتون استادانو ته یو ورځنی لارښودي ورکشاپ دایر  شو!

 

 کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د علمي چارو معاونیت اړوند د استادانو مسلکي پراختیا امریت له لوري د پوهنتون استادانو ته "د تألیفي کتابونو د لیکلو  طرحې پېژندنې" اړوند یو ورځنی لارښودي. . .

BACK TO NEWS