کابل ښوونې او روزنې پوهنتون عمومي کتابتون آمر پېژندګلوي!
ډاکتر سمیع الله سعید د حاجي عبدالرازق اغا زوی او د ملا عطاءمحمد اغا لمسی دی، چې په ۱۳۷۸ هـ ش کال کې د هلمند ولایت د نادعلي ولسوالۍ د لوی باغ کلي په یوه جهادي، علمي او تصوفي کورنۍ کې زیږېدلی دی.
زده کړې او علمي مخینه
ډاکتر سعید خپلي لومړنۍ دیني او ابتدایي زده کړې د خپل کلي په مسجد کې او د خپل پلار او مشر ورور تر لارښووني لاندي پیل کړې. وروسته یې رسمي زده کړو ابتدایه د نادعلي ولسوالۍ په مرکزي لېسه او متوسطه د لوی باغ عالي لېسه کې بشپړې کړه . نوموړی د کابل خوشحال خان عالي لېسې څخه فارغ شوی دی. همدارنګه نوموړي په ١٣٩٣ کال د علم تجويد په برخه کي د فضلیت بګړۍ پر سره کړه او په یاده برخه کي یې لسګونه کسانو ته زده کړي هم ورکړلې.
هغه د کانکور ازموینې له لارې په لوړه نمره د کابل د تعلیم او تربیې پوهنتون د پښتو ادب څانګي ته بریالی سو، خو د تعلیمي چاپېریال د ستونزو او مختلط تعلیمي سیستم له امله یې دغه پوهنځی پرېښوده. وروسته یې د هلمند په یوه خصوصي پوهنتون کي په معالجوي طب پوهنځي کې خپلې زده کړې بشپړي کړې. د ادارې او ډیپلوماسۍ په څانګه کې هم د لسانس تر کچې زده کړې ترسره کړې دي.
اداري او مسلکي تجربې
ډاکتر سمیع الله سعید د مبیني فتحې څخه وړاندي د اسلامي امارت اړوند د عالي تحصيلاتو کمېسیون په چوکاټ کې د هلمند د فرهنګي مسؤل، ولایتي مسؤل او د جنوب غرب حلقې (کندهار زون) د مرستیال په توګه دندي ترسره کړي دي.
له فتحې وروسته نوموړي د هلمند لپاره د لوړو زده کړو وزارت د خاص استازي، د هلمند پوهنتون د اداري مرستیال په توګه مهم مسؤلیتونه پر مخ وړي دي.