کابل ښوونې او روزنې پوهنتون علمي چارو معاونیت اړوند د برېښنایې زده کړو کمېټې له غړو سره غونډه ترسره شوه!  

hamid
یکشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۱ - ۱۴:۲۶
لشسقضش

 

 یکشنبې ورځ د ٢١/٧/١٤٤٧ هـــ.ق. چې له ٢١/١٠/١٤٠٤ ه.ش نېټې سره سمون لري د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون علمي چارو معاونیت اړوند د برېښنایې زده کړو کمېټې له غړو سره غونډه د علمي چارو مرستیال او د یادې کمېټې غړو په ګډون ترسره شوه.

یاده غونډه د د ښوونیزو کورسونو د ثبت، تنظیم او د برېښنایي چارو د لا ښه والي په موخه د ورکشاپونو او سیمینارونو دایرولو اړوند ترسره شوه.

غونډه د قرانکریم د څو مبارکو آیاتونو په تلاوت سره پیل شوه.

په پیل کې، د پوهنتون علمي چارو مرستیال ښاغلي مولوي احسان الله "ناصح" د غونډې ګډونوالو ته د پیل وینا وکړه او د برېښنایي زده کړو ارزښت اړوند یې هراړخیزې خبرې وکړې، زیاته یې کړه: برېښنایي سیسټمونه د وخت اړتیا ده او زموږ مسؤلیت دی چې دا سیسټمونه په مسلکي، شفاف او باوري ډول پرمخ یوسو. د ښوونیزو کورسونو د ثبت بهیر باید داسې وي چې هر ګډونوال پکې ځان خوندي، باوري او راضي احساس کړي او  د کمېټې له غړو یې وغوښتل چې خپل کارونه لا منظم کړي، د ستونزو د حل لپاره پر وخت اقدام وکړي او د نوښت او همغږۍ له لارې د ادارې برېښنایي چارې لا پیاوړې کړي.

د غونډې په جریان کې د ګډونوالو لخوا پر مختلفو موضوعاتو بحث او خبرې وشوې، چې د یادو موضوعاتو ستونزو حل اړوند لازمې پرېکړې وشوې.

په آخر کې غونډه د دعایې په ویلو سره پای ته ورسېده. 

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۵ - ۱۱:۱۲
Background image

د نویو را بریالیو شویو محصلینو د نوملیکنې خبرتیا!

لوړو زده کړو وزارت د هدایت په اساس د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون هغو محصلینو ته چې د ۱۴۰۵ کال کانکور ازموینې له لارې یې د یاد پوهنتون نهه ګوني پوهنځیو ته لار موندلې ده، خبر ورکول کیږي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۴ - ۱۰:۱۹
Background image

کابل ښوونې او روزنې پوهنتون استادانو او اداري کارمندانو ته د عربې ژبې درې میاشتنی کورس پیل شو! 

 

سه شنبه- ۲۸،۱،۱۴۴۸ ه.ق
کابل ښوونې او روزنې پوهنتون، علمي چارو معاونیت اړوند د استادانو مسلکي پراختیا امریت له لوري د پوهنتون استادانو او اداري کارمندانو ته د ژبنيو مهارتونو د تقویت. . .

شنبه ۱۴۰۵/۴/۲۰ - ۱۴:۳۶
Background image

کابل ښوونې او روزنې پوهنتون استادانو ته یو ورځنی لارښودي ورکشاپ دایر  شو!

 

 کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د علمي چارو معاونیت اړوند د استادانو مسلکي پراختیا امریت له لوري د پوهنتون استادانو ته "د تألیفي کتابونو د لیکلو  طرحې پېژندنې" اړوند یو ورځنی لارښودي. . .

BACK TO NEWS