کابل ښوونې او روزنې پوهنتون علمي چارو مرستیال له هغو استادانو سره چې له بېلابېلو ولایتونو راغلي او پوهنتون کې لیلې ژوند لري، غونډه ترسره کړه!

hamid
یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۳ - ۱۳:۴۰
fg6sd

 

 یکشنبې ورځ د ٢٣/٦/١٤٤٧ ه.ق چې له ٢٣/٩/١٤٠٤ ه.ش نېټې سره سمون لري د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون علمي چارو مرستیال ښاغلي مولوي احسان الله"ناصح" له هغو استادانو سره ځانګړې غونډه وکړه چې له بېلابېلو ولایتونو راغلي او په پوهنتون کې د لیلې ژوند لري. په دې ناسته کې استادانو خپلې غوښتنې، نظریات او ستونزې په تفصیل سره وړاندې کړې.

یاده غونډه کې استادانو د استوګنې د اسانتیاوو ښه‌والي، په لیله کې د ژوند د شرایطو سمون، د څېړنیزو منابعو ته د لا ښه لاسرسي برابرول، او د مسلکي ظرفیتونو د لوړولو لپاره د فرصتونو رامنځته کولو اړوند خپل نظریات وړاندې کړل. استادانو ټینګار وکړ چې د لیلې چاپېریال د هغوی د علمي تمرکز لپاره ګټور دی، خو د ځینو نیمګړتیاوو له امله د رهبري ځانګړې پاملرنې ته اړتیا لري.

د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون علمي چارو مرستیال ښاغلي مولوي احسان الله"ناصح" د استادانو خبرې په پوره دقت واورېدې او د هغوی د زحمتونو او علمي خدمتونو ستاینه یې وکړه. نوموړي ډاډ ورکړ چې د پوهنتون رهبري به د لوړو زده کړو وزارت په همکارۍ د ستونزو د حل او غوښتنو د پلي کېدو لپاره عملي ګامونه پورته کړي.

هغه زیاته کړه چې استادان د هېواد د علمي پانګې حیثیت لري او د ځوان نسل د روزنې په بهیر کې مخکښ رول لري، نو د هغوی اړتیاوو ته پاملرنه د پوهنتون د کار له لومړیتوبونو څخه ده.

 

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱ - ۱۲:۳۳
Background image

د نشه یي توکو څخه د مخنیوي په پار د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون محصلینو ته یو ورځنی ښوونیز سمینار وړاندې شو!

 

دوشبنه- ۷،۱،۱۴۴۸ه.ق

کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د محصلانو چارو معاونیت اړوند د مشاورې مرکز له لوري د نشه یي توکو څخه د مخنیوي اړوند د امیرالمؤمنین حفظه الله ورعاه فرمان د ښه تطبیق. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳۱ - ۱۴:۱۹
Background image

علمي شورا؛ د علمي او تحقیقي ودې په موخه د ستراتېژیک پلان کمېټې بورد غني کېږي!

یکشنبه- ۵،۱،۱۴۴۸ ه.ق

د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د ۱۴۰۵-۱۴۱۰ ه-.ش کلونو د ستراتېژیک پلان د تهیې او ترتیب په موخه د جوړ شوي بورد د غني کېدو په موخه یاد بورد ته لوړ رتبه علمي شخصیتونه. . .

BACK TO NEWS