کابل ښوونې او روزنې پوهنتون علمي شورا غونډه د پوهنتون علمي چارو مرستیال په مشرۍ ترسره شوه!

hamid
یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۳۰ - ۱۳:۲۷
6+xdfhfg6+

یکشنبې ورځ د ٣٠/۹/١٤٠٤ ه.ش چې له ٣٠/۶/١٤٤٧ ه.ق نېټې سره سمون لري د کابل ښوونې او روزنې‌ پوهنتون علمي شورا غونډه د پوهنتون مرستیالانو، پوهنځیو رئیسانو او علمي شورا غړو په ګډون ترسره شوه.

غونډه د قران کریم د څو مبارکو آیاتونو په تلاوت سره پیل شوه.

په پیل کې د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون علمي چارو مرستیال ښاغلي مولوي احسان الله"ناصح" د غونډې پیل وینا وکړه او د محصلانو چارو معاونیت، پوهنځیو رئیسانو او استادانو څخه یې مننه وکړه چې روان کال تدریسي بهیر او ازموینې یې په پوره روڼتیا سره پای ته ورسولې، همدارنګه یې د علمي شورا غړو ته وویل: درسي بهیر پای ته ورسېد، کوښښ وکړئ چې د مهالوېش سره سم په ژمني رخصتیو کې محصلینو لپاره تقویتي کورسونه، سیمینارونه او ورکشاپونه دایر کړئ. زیاته یې کړه: په لنډو ورځو کې د لوړو زده کړو وزارت لخوا د کیفیت لوړاوي پروسې ازموینه پلیږي، هیله مند یو چې یاده برخه کې نه ګوني پوهنځي خپل اړونده ټولې ستونزې حل کړي او د لوړو زده کړو وزارت سره په دې ارزونه کې پوره همکار وي. د لوړو زده کړو وزارت نصاب ریاست له لوري د تأیید شویو کتابونو راغونډول او نصاب ریاست ته سپارل، د رد شویو کتابونو لپاره د نورو کتابونو تألیف کول باید په ژمنیو رخصتیو کې ترسره شي. د دعوت او ارشاد امریت درسونو کې فعال ګډون باید تل په نظر کې ونیول شي او ملازمت يې وشي. همدارنګه یې وویل: پوهنتون یو اکاډمیک ځای او زمونږ او تاسو مشترک کور دی، باید په ګډه سره ورته خدمت وکړو، د متقابل احترام ترڅنګ د پوهنتون اصولو او مقرراتو مطابق خپلې دندې پرمخ یوسو.

وروسته، د څېړنو او علمي مجلو مرستیال د ١٤٠٤ کال دویمې او درېیمې ربعې ګزارش د علمي شورا له غړو سره شریک کړ.

د غونډې په جریان کې د پوهنتون علمي شورا غړو له لوري د (کیفیت لوړاوي ارزونې لپاره چمتوالي، راتلونکي سمسټر تحصیلي نصاب څېړلو، څېړنو او علمي مجلو معاونیت د دویمې او درېیمې ربعې ګزارش تأییدي، عمومي کتابتون لارښود تأییدي، اسلامي علومو پوهنځي اړوند د فوق لېسانس کمېټې عملیاتي پلان تأییدي، لېسانس دورې مونوګرافونو اړوند بحث او نورو)موضوعاتو اړوند بحث او خبرې وشوې.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱ - ۱۲:۳۳
Background image

د نشه یي توکو څخه د مخنیوي په پار د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون محصلینو ته یو ورځنی ښوونیز سمینار وړاندې شو!

 

دوشبنه- ۷،۱،۱۴۴۸ه.ق

کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د محصلانو چارو معاونیت اړوند د مشاورې مرکز له لوري د نشه یي توکو څخه د مخنیوي اړوند د امیرالمؤمنین حفظه الله ورعاه فرمان د ښه تطبیق. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳۱ - ۱۴:۱۹
Background image

علمي شورا؛ د علمي او تحقیقي ودې په موخه د ستراتېژیک پلان کمېټې بورد غني کېږي!

یکشنبه- ۵،۱،۱۴۴۸ ه.ق

د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د ۱۴۰۵-۱۴۱۰ ه-.ش کلونو د ستراتېژیک پلان د تهیې او ترتیب په موخه د جوړ شوي بورد د غني کېدو په موخه یاد بورد ته لوړ رتبه علمي شخصیتونه. . .

BACK TO NEWS