کابل ښوونې او روزنې پوهنتون رئیس ښاغلي شیخ الحدیث سید بشیر آغا "هاشمي" د طبیعي علومو پوهنځي استادانو سره غونډه ترسره کړه!

keu_admin
شنبه ۱۴۰۳/۲/۲۹ - ۱۶:۵۵
444
سې شنبې ورځ د ٢٥/۲/۱۴۰۳ هـ.ش چې له ٥/١١/۱۴۴۵ هـ.ق نېټې سره سمون لري د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون رئیس د طبیعي علومو پوهنځي استادانو سره غونډه ترسره کړه.
غونډه د قرانکریم د څو مبارکو آیاتونو په تلاوت سره د پوهنتون رئیس، علمي چارو مرستیال، طبیعي علومو پوهنځي رئیس او استادانو په ګډون پیل شوه.
لومړۍ، کابل ښوونې او روزنې پوهنتون رئیس ښاغلي شیخ الحدیث سید بشیر آغا "هاشمي" د غونډې ګډوونکونکو ته د ښه راغلاست ترڅنګ، وویل: یاده غونډه په تدریسي چارو کې د استادانو ستونزو ته د رسیدګۍ او د تدریس ښه والي او کیفیت لوړاوي برخې کې د استادانو نظرونو او وړاندیزونو اورېدلو په پار نیول شوې.
ښاغلي “هاشمي” استادانو ته په تدریسي چارو کې د شته ستونزو حل، کیفیت لوړاوي او د پوهنتون اصولو او مقرراتو مطابق د تدریسي چارو مخته وړلو په برخو کې اړینې سپارښتنې وکړې.
د غونډې په پای کې ښاغلي "هاشمي" د استادانو د نظرونو او وړاندیزونو اورېدلو وروسته، د هغو په عملي کولو تعهد او ټينګار وکړ.
غونډه د دعایې په ویلو سره پای ته ورسېده.

 

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۴/۲۰ - ۱۴:۳۶
Background image

کابل ښوونې او روزنې پوهنتون استادانو ته یو ورځنی لارښودي ورکشاپ دایر  شو!

 

 کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د علمي چارو معاونیت اړوند د استادانو مسلکي پراختیا امریت له لوري د پوهنتون استادانو ته "د تألیفي کتابونو د لیکلو  طرحې پېژندنې" اړوند یو ورځنی لارښودي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۰ - ۱۵:۱۱
Background image

کابل ښوونې او روزنې پوهنتون استادانو ته یو ورځنی لارښودي ورکشاپ دایر شو!

 

چهارشنبه- ۱۵،۱،۱۴۴۸ه.ق

د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون، علمي چارو معاونیت اړوند د استادانو مسلکي پراختیا امریت له لوري د پوهنتون استادانو ته "په تحصیلي مرکزونو کې د مدیریتي اصول". . .

BACK TO NEWS