کابل ښوونې او روزنې پوهنتون رئیس له عمومي کتابتون څخه لیدنه وکړه!

keu_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۱ - ۹:۸
789
 
سې شنبې ورځ د ١٩/٤/۱۴۰۳ ه.ش چې له ٣/١/١٤٤٦ ه.ق نېټې سره سمون لري د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون رئیس ښاغلي شیخ الحدیث سید بشیر آغا "هاشمي" د پوهنتون له عمومي کتابتون څخه لیدنه وکړه.
د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون رئیس ښاغلي شیخ الحدیث سید بشیر آغا"هاشمي" د پوهنتون له عمومي کتابتون څخه د لیدنې پرمهال د کتابتون له آمر او کارمندانو سره د کتابتون کمبودو وسایلو اړوند خبرې وکړې او د هغوی وړاندیزونه او نظریات یې واورېدل، همدارنګه یې په کتابتون کې له محصلینو سره ولیدل او د هغوی هڅې یې وستایلې، زیاته یې کړه: د پوهنتون رهبرۍ محصلینو ته د مطالعې برخه کې ډېرې آسانتیاوې برابرې کړې، کوښښ کوو اوس مهال چې کومې ستونزې موجود دي، ډېر ژر به یې حل شي.
په پای کې ښاغلي "هاشمي" د محصلینو د نظرونو او پشنهادونو اورېدلو وروسته، د هغو په عملي کولو تعهد او ټينګار وکړ.

 

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۳۰ - ۱۱:۳۰
Background image

کابل ښوونې او روزنې پوهنتون استادانو ته یو ورځنی ښوونیز- لارښودي ورکشاپ وړاندې شو!

 پنجشنبه، ۱۴۴۷،۹،۲ هـ.ق
د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون، علمي چارو معاونیت اړوند د استادانو مسلکي پراختیا آمریت له لوري د پوهنتون استادانو ته “د مقدمې لیکلو تګلاره: مسالې طرحه، هدف، اهمیت. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۷ - ۱۴:۲۰
Background image

ځواب او جایزه

سلسه علمی، آموزشی و تشویقی پوهنتون تعلیم و تربیه کابل

در این سلسله سوال مطرح می‌گردد و برای شخص که نخستین پاسخ درست دهد، جایزه داده می‌شود. 

به‌زودی…ان‌شاء الله
 از صفحات اجتماعی ما👇
. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۷ - ۱۲:۲۸
Background image

کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د ژمني تقویتي کورسونو دایرونکي استادان، کارمندان او مخکښ محصلین وستایل!

٢٨/٨/١٤٤٧، دوشنبه
د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون ژمني تقویتي کورسونو دایرونکو استادانو، د روان کال خزاني سمسټر ازموینې کمېټې غړو، تدریسي مدیرانو او مخکښو محصلینو د ستاینې غونډه د لوړو. . .

BACK TO NEWS