کابل ښوونې او روزنې پوهنتون رئیس د نیمروز پوهنتون له رئیس سره په خپل کاري دفتر کې لیدنه وکړه!  

hamid
یکشنبه ۱۴۰۴/۶/۹ - ۱۳:۴۴
artwe43

 یکشنبې ورځ د ٧/٣/١٤٤٧ ه.ق. چې له ٩/٦/١٤٠٤ ه.ش نېټې سره سمون لري د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون رئیس ښاغلي شیخ الحدیث سید بشیرآغا "هاشمي"، په هېواد کې د نیمروز پوهنتون رئیس ښاغلي مفتي بسم الله"بسام"سره په خپل کاري دفتر کې لیدنه وکړه.

 د پوهنتون رئیس ښاغلي شیخ الحدیث سید بشیر آغا "هاشمي"، د ښه راغلاست وینا ترڅنګ، خپلو خبرو کې وویل: د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د هېواد د لوړو زده کړو له پخوانیو او مخکښو علمي مرکزونو څخه شمېرل کېږي، چې تر اوسه یې زرګونه مسلکي کادرونه ټولنې ته وړاندې کړي دي. زیاته یې کړه: زموږ پوهنتون د استادانو د مسلکي روزنې، د څېړنیزو چارو د پیاوړتیا، د ملي ارزښتونو د خوندیتوب او د معاصرې پوهې د خپرولو په برخه کې ځانګړې ونډه لري چې اوسمهال د پوهنتون په بېلابېلو پوهنځیو کې زرګونه محصلین د ماسټرۍ او لیسانس په کچه په زده کړو بوخت دي. یاد پوهنتون منسوبین متعهد دي چې د علمي نوښتونو، څېړنیزو همکاریو، د نړیوالو معیارونو د تطبیق، او د علمي چارو د معیاري کولو له لارې خپلو محصلینو ته د زده‌کړو داسې چاپېریال برابر کړي چې د هېواد د خدمت جوګه وګرځي.

د  غونډې په جریان کې د دواړو خواوو لخوا په علمي او اکاډمیکو برخو کې(د ظرفیت لوړونې پروګرامونو جوړول: د استادانو او اداري کارمندانو لپاره د روزنیزو ورکشاپونو او سمینارونو د تنظیم، د څېړنو او مقالو خپرول: په ملي او نړیوالو ژورنالونو کې د ګډو علمي مقالو د خپرولو، د تجربو شریکول: د تدریس، څېړنې او علمي فعالیتونو په برخه کې د تجربو او نوښتونو د تبادلې لپاره د همکاریو ترسره کولو، راتلونکی پلانونه: دواړو پوهنتونونو د اوږدمهالو همکاریو درلودلو) اړوند بحث او خبرې  وشوې.

د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون رئیس د نیمروز پوهنتون د همکاریو غوښتنې په خوښۍ ومنلې او ډاډ یې ورکړ چې یادې همکارۍ به نه یوازې د کاغذ پرمخ، بلکې په عملي بڼه هم پلي شي. نوموړي زیاته کړه: د پوهنتونونو ترمنځ دا ډول اړیکې د هېواد د لوړو زده کړو په ارتقاء کې مهم رول لري.

غونډه د خیر دعا په ویلو سره پای ته ورسېده. 

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۳۰ - ۱۱:۳۰
Background image

کابل ښوونې او روزنې پوهنتون استادانو ته یو ورځنی ښوونیز- لارښودي ورکشاپ وړاندې شو!

 پنجشنبه، ۱۴۴۷،۹،۲ هـ.ق
د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون، علمي چارو معاونیت اړوند د استادانو مسلکي پراختیا آمریت له لوري د پوهنتون استادانو ته “د مقدمې لیکلو تګلاره: مسالې طرحه، هدف، اهمیت. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۷ - ۱۴:۲۰
Background image

ځواب او جایزه

سلسه علمی، آموزشی و تشویقی پوهنتون تعلیم و تربیه کابل

در این سلسله سوال مطرح می‌گردد و برای شخص که نخستین پاسخ درست دهد، جایزه داده می‌شود. 

به‌زودی…ان‌شاء الله
 از صفحات اجتماعی ما👇
. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۷ - ۱۲:۲۸
Background image

کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د ژمني تقویتي کورسونو دایرونکي استادان، کارمندان او مخکښ محصلین وستایل!

٢٨/٨/١٤٤٧، دوشنبه
د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون ژمني تقویتي کورسونو دایرونکو استادانو، د روان کال خزاني سمسټر ازموینې کمېټې غړو، تدریسي مدیرانو او مخکښو محصلینو د ستاینې غونډه د لوړو. . .

BACK TO NEWS