کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د کمپیوټر ساینس پوهنځي لخوا د یاد پوهنځي محصلینو ته د "آنلاین شغلي مهارتونو" ښوونیز پروګرام د ستاینلیکونو په ورکړې سره پای ته ورسېد!

keu_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۴/۱۹ - ۹:۱۲
555
دوشنبې ورځ د ١٨/٤/١٤٠٣ ه.ش چې له ٢/١/١٤٤٦ ه.ق نېټې سره سمون لري د پوهنتون علمي چارو او محصلانو چارو مرستیالانو، د کمپیوټر پوهنځي رئیس، استادانو او محصلینو په ګډون کې د کمپیوټر ساینس پوهنځي لخوا محصلینو ته د "آنلاین شغلي مهارتونو" ښوونیز پروګرام د ستاینلیکونو په ورکړې سره پای ته ورسېد.
غونډه د قرانکریم د څو مبارکو آیاتونو په تلاوت سره پیل شوه.
په پیل کې، د کمپیوټرساینس پوهنځي رئیس ښاغلي پوهنوال قربانعلي "فروغ" په خپلو خبرو کې د کمپیوټر ساینس پوهنځي له استادانو مننه وکړه، چې محصلینو ته یې یاد ښوونیز پروګرام په بریالیتوب سره پای ته ورسوه، زیاته یې کړه: یادې د آنلاین مهارتونو برنامې په اوسنیو شرایطو کې محصلینو لپاره ډېرې ګټورې دي او محصلین باید له وخت څخه په ګټه اخیستنې سره له یادو کورسونو پوره ګټه واخلي.
وروسته، د علمي چارو مرستیال ښاغلي پوهاند دوکتور جمشېدخان"رشیدي" د یادې برنامې اړوند معلومات دایرېدلو اړوند یې خوښي څرګنده کړه او د کمپیوټر ساینس پوهنځي خدمات او لاسته راوړنې یې وستایلې.
یاد ښوونیز پروګرام وروسته له یوې اوونۍ د ستاینلیکونو پر ورکړې سره پای ته ورسېد.

 

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۴ - ۱۱:۱۷
Background image

کابل ښوونې او روزنې پوهنتون اداري کارمندانو ته یو ورځنی ښوونیز ورکشاپ دایر شو!

پنجشنبه- ۹،۱،۱۴۴۸ ه،ق

د سهار ستوري کلینیک له لوري د استادانو مسلکي پراختیا امریت سره په همغږۍ د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون اداري کارمندانو ته "د لومړنیو صحي مرستو رسولو" ترسرلیک لاندې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲ - ۱۴:۲۰
Background image

تېسول ماسټرۍ برنامې ته له کادري غړو ازموینه واخیستل شوه!

سه شنبه- ۸،۱،۱۴۴۸ ه.ق

د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون، ژبو او ادبیاتو پوهنځي له لوري د ماسټرۍ برنامو امریت په همغږۍ د یاد پوهنتون د انګلېسي ژبې(تېسول) ماسټرۍ برنامې لپاره د هېواد د. . .

BACK TO NEWS