کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د ژمني دوه میاشتنیو ښوونیزو- لارښودي پروګرامونو ستاینغونډه ترسره شوه!

hamid
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱/۵ - ۱۰:۵۵
79+dku

دوشنبې ورځ ٢٤/٩/١٤٤٦ ه.ق چې له ٤/١/١٤٠٤ ه.ش نېټې سره سمون لري د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون ژمني ښوونیز- لارښودي ورکشاپونه چې د دوه میاشتو په لړ کې په مختلفو (ټولنیزو علومو، طبیعي علومو، اسلامي علومو او انساني علومو حوزو کې په کیفي بڼه د څېړنو روشونو، په تدریسي برخو کې د ورد او پاورپاینټ ښوونیزو برنامو د تکنالوژیکي مهارتونو تقویت او په علمي او عملي بڼه د ژباري روشونو) موضوعاتو اړوند د کابل ښوونې او روزنې، وردګ، پروان، لوګر او البیروني پوهنتونونو استادانو او د کورنیو چارو وزارت د څېړنې ریاست غړو ته پیل شوي ول، په بریالیتوب سره له پای ته رسېدلو وروسته د یادو برنامو ستاینغونډه د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون رئیس، معاونینو، پوهنتون استادانو او د مختلفو اداراتو استادانو په ګډون پیل شوه.

ستاینغونډه د قرآنکریم د څو مبارکو آیاتونو په تلاوت سره پیل شو.

لومړی، د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون رئیس ښاغلي شیخ الحدیث سید بشیر آغا "هاشمي" په بریالی توګه د یادې ژمني برنامې پای ته رسېدو اړوند د خوښي ترڅنګ د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون له مسؤولینو څخه مننه وکړه چې یادو برنامو کې یې زیار ایستی وو، زیاته یې کړه: د دې ستاینلیکونو په ورکړې سره له ټولو مننه کوو او په چارو کې ورته د الله ج له دربار څخه د بریالیتوب هیله کوو. همدارنګه یې استادانو ته د څېړنو په ترسره کولو، د کنفرانسونو دایرولو، پر وخت خپلې علمي ترفېع تر لاسه کولو، د پوهنتون مختلفو کمېټو کې د استادانو ګډون او د تدریس برخه کې پوهنتون او ټولنې ته د ژمن پاتې کېدلو اړوند اړینې سپارېښتنې وکړې.

وروسته، د پوهنتون د استادانو مسلکي انکشاف مرکز آمر پوهنوال دوکتور عبدالجبار"هڅاند" په خپلو خبرو کې د یادو. ورکشاپونو ارزشت او ګټو او د راتلوونکي کال نورو برنامو اړوند هراړخیزې خبرې وکړې.

د یادولو وړ ده چې غونډه د یادو برنامو تدریس کوونکو استادانو او ګډوونکونکو استادانو ته د ستاینلیکونو په ورکړې سره پای ته ورسېد.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۷/۳۰ - ۱۰:۲۷
Background image

کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د ټولینزو علومو پوهنځي د تاریخ څانګې محصلینو د علمي سفر په ترڅ کې کابل ولایت بابر بڼ څخه لیدنه وکړه!

چهارشنبې ورځ د ٣٠/٧/١٤٠٤ هـ.ش چې له ٢٩/٤/١٤٤٧ هـ.ق نېټې سره سمون لري د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د ټولینزو علومو پوهنځي د تاریخ څانګې محصلینو د علمي سفر په ترڅ کې کابل ولایت بابر بڼ. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۲۹ - ۱۳:۲۱
Background image

کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د اختصاصي علومو پوهنځي محصلینو ته " د امیرالمؤمنین حفظه الله د فرامینو تطبیق ارزښت او د ابتکار او نوښتونو منځته راوړلو" عنوان لاندې یو ورځنۍ ورکشاپ دایر شو!

 سې شنبې ورځ د ٢٨/٤/١٤٤٧ ه.ق. چې له ٢٩/٧/١٤٠٤ ه.ش. نېټې سره سمون لري د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د عبدالرحمن بن سمرة رض په عمومي تالار کې د اختصاصي علومو پوهنځي محصلینو ته " د. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۸ - ۱۴:۱۹
Background image

کابل ښوونې او روزنې پوهنتون علمي شورا میاشتنۍ نوبتي غونډه ترسره شوه!

دوشنبې ورځ د ٢٨/٧/١٤٠٤ ه.ش چې له ٢٧/٤/١٤٤٧ ه.ق نېټې سره سمون لري د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون علمي شورا غونډه د پوهنتون رئیس، معاونینو، پوهنځیو رئیسانو او علمي شورا غړو په ګډون ترسره. . .

BACK TO NEWS