کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د ټولینزو علومو پوهنځي د تاریخ څانګې محصلینو د علمي سفر په ترڅ کې کابل ولایت بابر بڼ څخه لیدنه وکړه!

hamid
چهارشنبه ۱۴۰۴/۷/۳۰ - ۱۰:۲۷
dfds

چهارشنبې ورځ د ٣٠/٧/١٤٠٤ هـ.ش چې له ٢٩/٤/١٤٤٧ هـ.ق نېټې سره سمون لري د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د ټولینزو علومو پوهنځي د تاریخ څانګې محصلینو د علمي سفر په ترڅ کې کابل ولایت بابر بڼ څخه لیدنه وکړه.

په یاد سیر علمي کې د محصلانو خدمتونو او همغږۍ مسؤلینو، د تاریخ څانګې استادانو او محصلینو ګډون درلود.

د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون رئیس ښاغلي شیخ الحدیث سید بشیرآغا"هاشمي" خپلو خبرو کې یې محصلینو ته د یاد بڼ تاریخي ارزښت اړوند معلومات ورکړل او محصلینو ته یې په راتلوونکې کې د نورو سیر علمي برنامو ترتیب کولو وعده ورکړه، زیاته یې کړه: د یاد سیر علمي هدف او موخه د یاد بڼ تاریخ سره د محصلینو بلدتیا ده.

همدارنګه، د محصلانو چارو مرستیال ښاغلي مولوي رحمان ګل"وثیق" خپلو خبرو کې محصلینو ته د بابر بڼ تاریخ او ارزښت اړوند هراړخیزې خبرې وکړې.

وروسته، د محصلانو خدمتونو او همغږۍ آمر ښاغلي خان آغا"خبیب" د یاد علمي سفر اهدافو اړوند هراړخیز معلومات له محصلینو سره شریک کړل.

د یادونې وړ ده چې په یاد علمي سفر کې د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د ټولنیزو علومو پوهنځي د تاریخ څانګې محصلینو سره د یاد بڼ تاریخ او تفریحي ځایونو اړوند هراړخیز معلومات شریک شول.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۴/۲۰ - ۱۴:۳۶
Background image

کابل ښوونې او روزنې پوهنتون استادانو ته یو ورځنی لارښودي ورکشاپ دایر  شو!

 

 کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د علمي چارو معاونیت اړوند د استادانو مسلکي پراختیا امریت له لوري د پوهنتون استادانو ته "د تألیفي کتابونو د لیکلو  طرحې پېژندنې" اړوند یو ورځنی لارښودي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۰ - ۱۵:۱۱
Background image

کابل ښوونې او روزنې پوهنتون استادانو ته یو ورځنی لارښودي ورکشاپ دایر شو!

 

چهارشنبه- ۱۵،۱،۱۴۴۸ه.ق

د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون، علمي چارو معاونیت اړوند د استادانو مسلکي پراختیا امریت له لوري د پوهنتون استادانو ته "په تحصیلي مرکزونو کې د مدیریتي اصول". . .

BACK TO NEWS