کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د نصاب کمېټې غونډه ترسره شوه!

hamid
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۶/۱۱ - ۱۱:۷
شوث قفئ

سې شنبې ورځ ١٤٤٧/٣/٩ه.ق چې ١٤٠٤/٦/١١ه.ش نېټې سره سمون لري د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د نصاب کمېټې غونډه ترسره شوه. په دې غونډه کې د ۱۴۰۴ کال نصاب تر جدي څېړنې او ارزونې لاندې ونیول شو.

لومړۍ،  د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون علمي چارو مرستیال ښاغلي پوهنمل دوکتور قدرت الله "عمرخیل"د غونډې پیل وینا وکړه، نوموړي د نصاب د عصري کولو او د ملي معیارونو سره د همغږۍ په اړه ارزښتناک ټکي څرګند کړل، زیاته یې کړه: د نصاب د ښه والي او معیاري کېدو له لارې کولای شو د هېواد د لوړو زده‌کړو کیفیت لوړ کړو او زده کوونکي د ملي او نړیوالو اړتیاوو پر بنسټ وروزو.

وروسته، پوهندوی خواجه سرادر "صدیقي" د غونډې لپاره خپله مفصله برنامه وړاندې کړه. په دې برنامه کې د ۱۴۰۴ کال نصاب ضعف او قوت نقطې، چالشونو، نصاب د نوې بڼې، د مضمونونو د همغږۍ، د تدریسي تګلارو د اصلاح او د معاصرې نړۍ د علمي غوښتنو پر بنسټ د بدلونونو اړوند مهم معلومات له ګډونوالو سره شریک کړل.

غونډې ګډونوالو د نصاب د محتوا په اړه تفصیلي بحثونه وکړل او هر اړخیزې نظریې وړاندې شوې. د غونډې په پای کې پرېکړه وشوه چې د استادانو له لوري راغونډ شوي وړاندیزونه به د نهايي پلان په چوکاټ کې ځای پر ځای شي او د تصویب لپاره به د اړوندو علمي مراجعو سره شریکه شي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۴/۲۰ - ۱۴:۳۶
Background image

کابل ښوونې او روزنې پوهنتون استادانو ته یو ورځنی لارښودي ورکشاپ دایر  شو!

 

 کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د علمي چارو معاونیت اړوند د استادانو مسلکي پراختیا امریت له لوري د پوهنتون استادانو ته "د تألیفي کتابونو د لیکلو  طرحې پېژندنې" اړوند یو ورځنی لارښودي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۰ - ۱۵:۱۱
Background image

کابل ښوونې او روزنې پوهنتون استادانو ته یو ورځنی لارښودي ورکشاپ دایر شو!

 

چهارشنبه- ۱۵،۱،۱۴۴۸ه.ق

د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون، علمي چارو معاونیت اړوند د استادانو مسلکي پراختیا امریت له لوري د پوهنتون استادانو ته "په تحصیلي مرکزونو کې د مدیریتي اصول". . .

BACK TO NEWS